هند کې کښتۍ ډوبه شوې، ۲۱ کسان پکې وژل شوي

د عکس سرچینه، AFP
د هندوستان انډمان نکوبار ټاپوګانو ته څېرمه د یوې کښتۍ ډوبېدو له کبله ۲۱ کسان وژل شوي دي.
چارواکي وايي پېښه کې ۲۹ کسان له ډوبېدو ژغورل شوي دي.
وژل شویو کې د تامل ناډو او ممبۍ سیمو سیلانیان ناست وو.
پېښېه د یکشنبې په ماښام دغه سیمه کې له ساحله، درې کیلومتره لرې وشوه.
د هند بحري مرستندویانو ادارې ( ریسكيو اینډ كوارډینیشن کمانډ ) ته د پېښې په باب له معلوماتو رسېدو مخکې کب نیونکو یو شمېر کسان له ډوبېدو ژغورلي وو.
د پورټ بلیر ځايي ادارې یوه مشر، پي جواهر له بي بي سره خبرو کې وویل:
' مرستندویه فعالیتونه دوام لري او د هند ساحلي ساتونکي او بحري ځواکونه په مرستندویه فعالیتونو بوخت دي، کښتۍ کې له ۴۵ تر ۵۰ کسانو پورې ناست وو، د کښتۍ ډوبېدو لاملونو څېړنو پرېکړه شوې او د دوشنبې له ورځې به په دې اړه څېړنې پیل شي، کښتۍ کې درې ماشومان هم ناست وو، چې یو یې وژل شوی دی.'
چارواکي وايي، له ۵۱ سیلانیانو نه ۳۲ د تامل ناډو او ۵ د ممبۍ اوسېدونکي وو.
د پولیسو یوه مشر په وینا دغه کوچنۍ کښتۍ وه، چې تر لنډ واټنه پورې سفرونه کوي.
د یوې ځايي ورځپاڼې خبریال زبیر احمد وايي د پېښې ښکار شوې کښتۍ ایکوا میرین نومیده ، چې د راس ای لنډ، نارتھ بې او وایپر ای لنډ، تر منځ سیلانیان وړي راوړي.
د نوموړي په وینا دغه ټول ټاپوګان د پورټ بلیر په شاخوا یوه کیلومتر ساحه کې موقعیت لري.
نوموړي بي بي سي ته وویل، چې کښتۍ د ۳۰ کسانو لېږدولو وړتیا درلوده، خو پکې د ناستو کسانو شمېر ډېر و.








