استراليا د ډوبې شوې کښتۍ ۱۵۰ مسافر ژغورلي

وروستی راپور وايي په کښتۍ کې ۱۷۰ کسه سپاره و چې ۱۵۰ يې موندل شوي
د عکس تشریح، وروستی راپور وايي په کښتۍ کې ۱۷۰ کسه سپاره و چې ۱۵۰ يې موندل شوي

له اندونیزیا نه راپورونه وايي له ۱۰۰ ډېر هغه پناه غوښتونکي ژغورل شوي چې کښتۍ یې استرالیا ته په لاره ډوبه شوې ده.

د ژغورونکې ډلې مشر وايي، دا څرګنده نه ده، چې په دغه کښتۍ کې به څومره کسان سپاره وو او په خبره ېې په ژوندي پاتې شویو پسې یې لټه لا هم روانه ده.

خو له استراليا وروستي راپورونه کاږي چې په دغه کښتۍ کې ۱۷۰ کسه سپاره وو، چې ۱۵۰ يې ژغورل شوي دي.

د استرالیا رسنیو خبر ورکړی، چې په کښتۍ کې ایراني، سوري، عراقي او سریلانکايي پناه غوښتونکي سپاره وو او د سې شنبې په شپه د خرابې هوا له کبله ډوبه شوه.

رسنۍ دغه راز وايي د ژغورنې په هڅو کې د يو ماشوم جسد هم موندل شوی دی.

د استراليا د کډوالۍ د نوي قانون له مخې هغه کسان چې د کښتيو له لارې د دغه هېواد په نيت ځي دوی به د نيو پاپوا ګيني په ټاپو کې ساتل کېږي.

د دغه هېواد لومړي وزیر کېوېن رډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ده حکومت به په دې برخه کې تر خپلې وسې هر ډول مرسته وکړي.

تېره اوونۍ ښاغلي روډ ویلي وو، چې د سمندر له لارې ورتلونکو پناه غوښتونکو ته به په دغه هېواد کې د مېشتېدنې اجازه ور نه کړي.

نوموړي وویل، چې دغه وروستۍ پېښه د ده د نوې تګلارې اهمیت په ډاګه کوي:

"دا پېښه په استرالیا کې د پناه غوښتنې په تګلاره کې د بدلون اړتیا په ډاګه کوي. دغه نوې تګلاره قاچاقوړونکو ته څرګند پیغام رسوي، چې استرالیا ته د کښتۍ له لارې نور پناه غوښتونکي وا نه ستوي."

ښاغلي رډ زياته کړه موږ د دې شاهد یو، چې ډېر خلک په اوبو کې ډوبېږي او په خبره يې ډېر بې ګنا خلک په سمندر کې ورکېږي.

د استراليا لومړي وزير کېون رډ ويلي د نوې تګلارې موخه و مسافرو د خطرناک سفر څخه منع کول دي، خو د بشر د حقونو ډلې د استراليا په نوې تګلارې نيوکې کوي.

د ښاغلي رډ د څو ورځې وړاندې اعلان وروسته په ماورو ټاپو کې چې د استراليا په تمه په کې پناه غوښتونکي ساتل کېږي بلوا وکړه.

دوی دغلته ودانيو ته اور ورته کړ او د پنډغالي روغتيايي مرکز يې ويجاړ کړ، چې له څو ساعته وروسته امنيتي ساتونکو د ځايي خلکو په ملاتړ دغه بلوا کابو کړه.

په دغه بلوا کې يو شمېر ساتونکي او پناه غوښتونکي ټپيان شوي هم و.

په وروستيو مياشتو کې د کښتېو له لارې استراليا ته د مهاجرو تګ ډېر زيات شوی دی.