تایلنډ کې تر وخت دمخه رایې اچونې مخه نیول شوې

د عکس سرچینه، Reuters
په تایلنډ حکومت ضد مظاهره کوونکو راتلونکې اوونۍ له عمومي انتخاباتو دمخه د رایې اچونې د مرکزونو مخه نیولې او څوک نه پرېږدي چې تر وخت دمخه رایې واچوي.
د بنکاک په ختیځ کې د حکومت له پلویانو سره په شخړو کې د مظاهره کوونکو یو مشر وژل شوی دی.
په بنکاک کې د بي بي سي خبریال جنتن هیډ وايي دغه مشر چې سوټن تراټین نومېده د یوه لارې موټر پر سر ولاړ او خپلو پلویانو ته یې وینا کوله چې په ډزو کې ایسار پاتي شو او وروسته په روغتون کې ومړ.
سره له دې چې د مظاهره کوونکو مشرانو ژمنه کړې وه چې د رایې اچونې بهیر به له خنډوځنډ سره نه مخامخ کوي مظاهره چیانو د رایې اچونې د مرکزونو دروازې تړلي دي.
له ۵۰ نه په ۴۹ مرکزونو کې خلک رایې اچونې ته نه دي پریښودل شوي.

د عکس سرچینه، AFP
سربیره پر دې د تایلنډ له ۷۶ ولایتونو نه په لسو سویلي ولایتونو او لسګونو نورو سیمو کې تر وخت دمخه رایه اچونه فسخه کړای شوه.
د تایلنډ د انتخاباتو کمېسیون د مظاهرو او تاوتریخوالي له امله د فبرورۍ د میاشتې په دویمه د عمومي انتخاباتو د ځنډولو غوښتنه کړې خو حکومت ټینګار کوي چې انتخابات باید په ټاکلې نیټې ترسره شي.
د مظاهره چیانو مشرانو په ټولنیزو رسنیو کې ویلي چې د انتخاباتو مخنیوي نه کوي بلکې له ټاکلې نیټې دمخه له رایې اچونې سره مخالفت لري.
خو تر وخت دمخه د رایې اچونې زمېنه د هغو کسانو لپاره برابره شوې چې د فبرورۍ په دویمه په ټاکنو کې برخه نه شي اخیستی.
له هغه مهال راهیسې چې په تایلنډ کې د حکومت ضد مظاهرې پیل شوی نهه کسان وژل شوي دي.
د حکومت ضد فعالان له صدراعظمې ینګلک شینواترا نه غواړي چې له واکه لاس واخلي او سیاسي نظام کې دې اصلاحات راوستل شي.








