بنکاک کې نظم ساتنې ته پوځیان ګومارل کېږي

د تایلنډ د انتخاباتو کمېسیون د پلان شویو ټاکنو د ځنډولو غوښتنه کړې خو دولتي چارواکي وايي امکان نه لري
د عکس تشریح، د تایلنډ د انتخاباتو کمېسیون د پلان شویو ټاکنو د ځنډولو غوښتنه کړې خو دولتي چارواکي وايي امکان نه لري

د تايلنډ حکومت وايي په پلازمېنه بنکاک کې راتلوونکې اوونۍ د حکومت ضد مظاهره کوونکو له خوا د پلان شوي اعتصاب پرمهال د نظم ساتلو لپاره اته زره پوځیان او لس زره پولیس ګوماري.

له اعتصابه یوه ورځ مخکې له خبریالانو سره په خبرو کې څو دولتي وزیرانو وویل امنیتي ځواکونه د دې لپاره ګومارل کېږي چې د اعتصاب په ورځ دولتي ادارې په عادي ډول خپل چارې پرمخ بوځي.

چارواکي وايي له مظاهره کوونکو سره د شخړو د مخنیوي په خاطر به امنیتي ځواکونه تر قوماندې لاندې وي.

په دې هکله له بنکاک نه د بي بي سي خبریال جنتن هیډ په خپل رپوټ کې وايي د تایلڼد حکومت به هڅه وکړي چې د اعتصاب په ورځ په پلازمېنه بنکاک کې ژوند عادي وساتي.

خو دا په داسې حال کې ده چې مظاهره چیان په پام لري چې د اوو سړکونو هغه ځایونه وتړي چې ورسره کېدای شي په بنکاک کې هرڅه په ټپه ودرېږي.

وزیران وايي هیله من دي چې دولتي کارکوونکي به وتوانېږي چې په عادي ډول خپلې چارې پرمخ بوځي او وايي ۱۸ زره پوځیان او پولیس به ورسره په دې برخه کې مرسته وکړي.

کله چې له وزیرانو پوښتنه وشوه چې که چېرته مظاهره چیان د تېر په شان پر دولتي ودانیو بریدونه وکړي نو آیا امنیتي ځواکونه به له زوره کار واخلي؟ یوه وزیر په ځواب کې وویل: په ځینو ځایونو کې به له زوره کار واخیستل شي په نورو ځایونو کې به امنیتي ځواکونه مظاهره چیانو ته وایي چې ورانکاري او شخړې ونه کړي.

دغه راز چارواکي وايي د خلکو د تګ راتګ په خاطر به بنکاک کې اضافي اورګاډي هم فعالیت کوي.

په همدې حال کې د تایلنډ د انتخاباتو کمېسیون وايي حالات ښه نه دي ځکه یې له حکومت نه غوښتنه کړې چې د فبرورۍ د میاشتې په دویمه نیټه پلان شوې ټاکنې د دریو میاشتو لپاره وځنډوي خو د صدراعظمې مرستیال ويلي چې دا کار امکان نه لري.