د مصري پاڅون پر دريمې کليزې تاوتريخوالی

د عکس سرچینه، AP
د مصر د پخواني ولسمشر حسني مبارک پر خلاف د دريمې کليزې د ياد پر مهال د حکومت او مخالفينو ترمنځ په شويو نښتو کې لږترلږه ۲۹ کسه وژل شوي دي.
د نښتو پر مهال د وژل شويو ډیری يې په پلازمېنه قاهره کې دي او په اسکندريه کې هم يوه ښځه وژل شوې ده.
په ټول هېواد په ځانګړي ډول قاهره کې د تاوتريخوالي د پېښو د مخنيوي لپاره سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.
د پاڅون پر دريمې کليزې د حکومت له ملاتړه برخمن اوسنی حکومت او د لرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي ګوند، اخوان المسلمين دواړو د لاريونونو د کولو پرېکړه کړې ده.
د جمعې په ورځ په پلازمېنه قاهره کې بمي چاودنو شپږ کسه ووژل او له ۱۰۰ ډېر نور يې ټپيان کړل.
د مصر د کورنيو چارو وزير محمد ابراهيم د حسني مبارک د رژيم د پرځېدو وروسته د دريمې کليزې د ياد په موخه د پراخ ګډون غوښتنه کړې ده.
اخوان المسلمين ته د خبرداري ورکولو په توګه ښاغلي ابراهيم وويل چې د حالاتو د خرابولو هره هڅه به شنډه کړي.
د ۲۰۱۱ کال په جنورۍ مياشت کې د حسني مبارک پر وړاندې د خلکو پاڅون پيل شو او د ښاغلي مبارک د څو لسيزو واکمنۍ ته يې د پای ټکی کېښود.
د مصر اوسني منځمهالي حکومت اخوان المسلمين ترهګره ډله اعلان کړې او په هېواد کې د تاوتريخوالي د پېښو پړه پرې اچول کېږي، چې اخوان المسلمين يې ردوي.
د خلکو له لوري ټاکل شوی ولسمشر محمد مرسي تېر کال د پوځ له لوري له واکه لرې شو او پر ځای يې موقت حکومت کار کوي.
انګېرنه دا ده چې ښايي د پوځ اوسنی مشر عبدالفتاح السیسي په انتخاباتو کې ودرېږي او يو ځلې بيا د تېرو شپږو لسيزو په څېر پوځ د واک په ګدۍ کيني.








