لیبیا کې د مصري سفارت کارکوونکي تښتول شوي

په وروستیو میاشتو کې لیبیا کې پر ګڼو بهرنیانو بریدونه شوي.

د عکس سرچینه، AFP Getty

د عکس تشریح، په وروستیو میاشتو کې لیبیا کې پر ګڼو بهرنیانو بریدونه شوي.

د مصر د کورنیو چارو وزارت وايي، د لیبیا طرابلس کې د تېرې جمعې په ورځ د مصري سفارت ځینې کارکوونکي تښتول شوي.

دغه کسان وروسته تر هغه تښتول شوي، چې طرابلس کې د مصر د سفارت کلتوري اتشه وتښتول شو.

حمدي غانم د تېرې جمعې پر ورځ تښتول شوی.

نوموړی لیبیا کې د مصر د سفارت اداري برخې یو کارکوونکی او دیپلومات دی.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت ویاند بدر عبدالعاطي ویلي، وزارت له لیبیايي چارواکو سره د دغه دیپلومات د خوشي کولو پر سر غږېدلی دی.

ویاند دا ردوي، چې ګني لیبیا کې د مصر سفیر محمد ابو بکر تښتول شوی، خو دا مني چې دیپلومات له خپل کوره وړل شوی.

تښتول شوي دیپلومات طرابلس کې د مصر له سفارت سره په اړیکه کې ویليو چې روغ رمټ دی او د تښتوونکو له خوا ښه چلند ورسره کېږي.

دغه مصری دیپلومات څو ساعته وروسته تر هغه تښتول شوی، چې مصري چارواکو اسکندریه کې د لیبیا د ملېشو د یوه مشر شعیان هدیة د نیولو کېدو خبر ورکړی و.

رویټرز خبري اژانس د "لیبیا د پاڅون د عملیاتي خونې" په نامه د یوې ملیشې د یوه مشر عادل الغریاني له قوله ویلي، چې هدیة مصر ته د خپلې کورنۍ د درملنې لپاره تللی و، چې هلته نیول شوی.

دی زیاتوي چې مصري امنیتي ځواکونه د هغه کور ته ننوتي دي.

لیبیا کې یوځل بیا نارامۍ ډېرې شوې دي، که څه هم حکومت د ارامۍ راوستلو هڅه کوي، خو ښکاري چې پر ډېرو برخو لاهم ملېشې واکمنې دي.

په وروستیو میاشتو کې لیبیا کې پر ګڼو بهرنیانو بریدونه شوي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د سوېلي کوریا یو چارواکی تر درې ورځني بند او تښتونې وروسته خوشی شو.

دغه کوریايي طرابلس کې د تېلو کاروبار کاوه.

تېره اونۍ، د لیبیا ختيځ 'درنه' ښار کې د ودانیز سکتور دوه ایټالوي کارکوونکي تښتول شوي وو.

او په تېر دسمبر کې یو امریکایی ښوونکی د هېواد ختيځ بنغازي ښار کې په ډزو ووژل شو.