د جنوبي سودان ياغيانو م. م اندېښمن کړي

ملګرو ملتونو د جنوبي سودان د ياغي مشر رېيک مشار د هغو زرګونه ځوانو پلويانو په اړه اندېښنه په ډاګه کړې، چې د ستراتيژيک ښارګوټي بور پر لوري روان دي.
بور ښار د جونگلي ايالت مرکز دى چې د ښاغلي مشار په قوم پورې اړه لري.
د ملګرو ملتو يوه وياند بي بی سی ته وويل دغو کسانو چې اوږدې چړې او لرګي ورسره دي پوځي روزنه، نه ده ليدلې.
د دغه سازمان وياند جو کانټرېراس زياته کړه، چې ملګري ملتونه د هوا له لارې د دغې ډلې د اندازې مالومولو په هڅه کې دي.
تر اوسه د جنوبي سوډان په جګړه دا مياشت لږترلږه ۱۰۰۰ کسه وژل شوي او له ۱۲۰زرو زیاتو نورو د جګړې له وېرې خپل کورونه پرېښې دي.
په لسګونه زره ملکيانو د ملګرو ملتونو په پنډغالو کې پناه اخيستې ده.
حکومت د اوربند وړانديز کړی، خو پوځ وايي ځواکونه يې لا تراوسه هم په شمال کې د تیلو د زيرمو پر سر جنګېږي.
هغه څه چې د ښاغلي مشار او د ولسمشر سلوا کېير ترمنځ د واک د سيالۍ په ډول پيل شول، اوس يې د بشپړ قومي کړکېچ بڼه غوره کړې ده.
ولسمشر کېير د لوى قوم دينکا غړى دى، خو ښاغلى مشار په نيور ټبر پورې اړه لري.








