جنوبي سودان کې د منځګړتوب هڅې چټکې شوي

په سویلي سوډان کې حکومتي چارواکي وايي پلازمېنه جوبا ته د جګړې د پای ته رسولو په موخه د کېنیا ولسمشر او د ایتوپیا لومړی وزير رسېدلي دي.
دواړه، ولسمشر سلوا کیير او سیال یې رېک ماچر وايي، خبرو ته چمتو دي، خو تر اوسه د جګړې ختمولو ټولې هڅې بې ګټې ثابتې شوې دي.
د دواړو خواوو له لوري د کرسمس په مناسبت د اوربند غوښتنه رد شوې ده.
د هېواد په شمال کې د تيلو د څاه ګانو شاوخوا سيمو کې جګړې دوام لري او حکومتي ځواکونه توانېدلي، یو شمېر ښارونه بېرته ونیسي.
بل لور ته د مهم ښار بور پر سړکونو کې د ورستو شویو جسدونو راپورونه ورکړای شوې دي.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا د نړۍ په تر ټولو دې نوي هېواد کې د خپلو سوله ساتو ځواکونو شمېر دوه برابره کوي.
په دې سره به د سوله ساتو شمېر ١٢،٥٠٠ ته ورسېږي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي بانک کي مون ويلي د جنوبي سوډان روانه جړه پوځي حل لاره نه لري او پر جګړه مارو غاړو يې غږ کړى چې خپل اختلافونه د خبرو اترو له لارې حل کړي.
په همدې حال کې د امريکا متحده ايالاتونو د بهرنيو چارو وزير جان کېري له ولسمشر سلوا کير او د ياغيانو له مشر ریيک ماچر څخه غوښتنه کړې چې دښمنۍ پاى ته ورسوي او د سياسي خبرو اترو زمينه برابره کړي.
بيجنګ هم په دې برخه کې د ښاغلي مون او ښاغلي کېري د سولې له غږ سره خپل غږ غبرګ کړى او په فوري ډول يې په جنوبي سوډان کې د اوربند غوښتنه کړې ده.








