م. م وايي سوېلي سودان کې زرګونه کسان وژل شوي

ملګريو ملتونو د سې شنبې پر ورځ ويلي دوی د لږ تر لوه دريو ډله ييزو قبرونو راپورونه ترلاسه کړی دي. يوه په شمال بېنټيو او دوه نور په پلازمېنه جوبا کې وو.
د عکس تشریح، ملګريو ملتونو د سې شنبې پر ورځ ويلي دوی د لږ تر لوه دريو ډله ييزو قبرونو راپورونه ترلاسه کړی دي. يوه په شمال بېنټيو او دوه نور په پلازمېنه جوبا کې وو.

په جنوبي سوډا کې د ملګريو ملتونو د همغږۍ چارو مشر وايي په دغه هېواد کې د تېرې اوونۍ زورزياتې پېښو پر مهال کېدی شي زرګونه خلک وژل شوي وي.

ټوبي لانزر چې د دغه هېواد شمال يونيټي ايالت بېنټيو کې دی، له بي بي سي سره خبرو کې وويل دا د "جنوبي سودا لپاره يوه ويجاوړونکې اوونۍ وه."

پر همدې مهال د ملګريو ملتونو امنيت شورا د سې شنبې پر ورځ خپله غونډه کې په يوه خوله په دې اړه رايه ورکړه هلته د سوله ساتو ځواکونو شمېر دوه برابره زيات او ۱۲۵۰۰ سرتېرو ته ورسوي. د ملګريو ملتون سرمنشي بانکيمون د امنيت شورا ته وويل نړۍ جنوبي سودان څاري:

"پر ملکيانو د ملګريو ملتونو پر سوله ساتو بريدونه بايد سمدلاسه ودرېږي. ملګري ملتونه به د دغو پېښو، له بشری حقونو جدي سرغړونو او هم انسانيت ضد جرمونو په اړه د راپورنو پلټنه وکړي. د چا چې مسئوليت پر غاړه دی، به شخصي توګه به ورسره حساب کتاب کېږي.

دوی بايد پوه شي چې نړۍ يې څاري. بشري حقونو زموږ د هلوځلو مرکزی برخه ده او زه په بيړنۍ توګه په دغه هېواد کې د بشري حقونو خپل توان پياوړی کوم"

د بي بي جنوبي سودان چارو څېړونکی جېمز کوپنېل وايي پر توکميز بنسټ د ادعا شوو وژنو زياتېدونکی شمېر د ژورو اندېښونو لامل جوړوي. دی وايی بايد دې پام وشي چې د دغه هېواد کړکېچ په يوه پوځي شوې او له توکميز پلوه سره وېشلې ټولنه کې د واک پر سر پر سياسي هلو ځلو راڅرخي.

ځوان هېواد

بان کي مون امنيت شورا ته وويل د تاوتريخوالي سمدلاسه پای لپاره بايد د جنوبي سودام مشران خبرو ته سره کېني:

" ما په پرله پسې ډول پر ولسمشر سلوا کېر او مخالفو مشرانو غږ کړی چې پر مېز سره کېني او د دغه کړکېچ لپاره د وتلو لار ومومي. توپير چې هر څه وي، هېح څه هم د تاوتريخوالی سپيناوی نه شي کولی چې د دوی ځوان هېواد پرې اخته شوی، دوی بايد د خپل وس هر هغه څه وکړي چې سم لاسي دا خبر باوري کړي چې لارويان يې پيغام په زوره او روښانه اوري. پرله پسې تاوتريخوالی، که توکميز وي او يا بل ‌ډول په بشپړ ډول د منلو نه دی".

له دې وړاندې د جنوبي سودا ولسمشر سلوا کېر ويلي وو، ځواکونو يې بور مهم ښارګوټی نيولی، يوازې څو ورځې وروسته له هغه د ياغيانو په ولکه کې کښېوتی و.

ملګري ملتونه وايي د جنوبي سودان کړکېچ له امله لږترلږه ۸۰ زره وګړي بې ځايه شوي دی، چې نيمو يې د ملګريو ملتونو اډو ته پنا وروړې ده.
د عکس تشریح، ملګري ملتونه وايي د جنوبي سودان کړکېچ له امله لږترلږه ۸۰ زره وګړي بې ځايه شوي دی، چې نيمو يې د ملګريو ملتونو اډو ته پنا وروړې ده.

د ياغيانو مشري ریاک مچار کوي چې له نوېر قبيلي دی، او له ولسمشر کيېر سره، چې له ډېنکا قبيلې دی، په شخړه کې دی.

ملګريو ملتونو د سې شنبې پر ورځ ويلي دوی د لږ تر لږه دريو ډله ييزو قبرونوراپورونه ترلاسه کړی دي. يوه په شمال بېنټيو او دوه نور په پلازمېنه جوبا کې وو.

ملګري ملتونه وايي د جنوبي سودان کړکېچ له امله لږترلږه ۸۰ زره وګړي بې ځايه شوي دی، چې نيمو يې د ملګريو ملتونو اډو ته پنا وروړې ده.

مخکې له دې چې جنوب ترې په ۲۰۱۱ کال کې د يو خپلواک هېواد په توګه ترې بېل شي، سودان ۲۲ کاله جګړه تېره کړې وه، چې څه د پاسه يو ميليون وګړي په کې ووژل شول.