سوېلي سوډان کې "د وېرې فضا" خوره شوې

ملګري ملتونه وايي، سوېلي سوډان کې د تاوتریخوالي ډېرېدو سربېره، هلته د وېرې او نهیلۍ څپې خپرې شوې دي.
ملګرو ملتونو هلته پر جنګېدونکو سیاسي ډلو غږ کړی، چې اوربند وکړي او د پرانیستو خبرو لپاره چمتووالی ونیسي.
د ملګرو ملتونو د مرستې رسونې د چارو مشر ټوبي لانزر بي بي سي ته ویلي، چې د سوېلي سودان نارامه ښار 'جونقلي' په "بور" سیمه کې له محاکمو پرته خلک اعدام شوي.
دغه ښار د یاغیانو په لاس کې دی.
لانزر زیاتوي، چې "ګڼ وګړي د ملګرو ملتونو پناه ځایونو کې اوسېږي، او ان ځینې د حیواناتو په پالن ځایونو کې پټ شوي دي".
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي دا هم ویلي چې "وېره ده چې راتلونکې ورځې هلته ناورین لا زیات شي او لسګونه زره وګړي نه، بلکې سلګونه زره وګړي خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شي".
"ګڼ خلک له موږ غوښتنه لري، چې له مرګه یې وژغورو".
په سوېلي سوډان کې د سوېلي سودان د ولسمشر سلوا کېر او د مخکني ولسمشر ریاک ماشار د ځواکونو ترمنځ جګړې پیل شوې، چې د تېرې یکشنبې په ورځ نړیوالې ټولنې په دې هېواد کې د کورنۍ جګړې د پراخېدو وېره ښوولې وه.
امنیتي ګامونه
د امریکا متحدو ایالتونو ویلي، چې له بور ښار یې خپل وګړی ایستلي دي.
له بور ښاره د امریکايي وګړو د ایستلو پرمهال پر الوتکې د برید پرمهال څلور امریکايي پوځيان ټپیان شوي هم و.
بور ښار د ریاک مشار د پلوي ځواکونو په لاس کې دی.
اوباما کانګرس ته په یوه لیک کې ویلي چې "د سوېلي سوډان وضعیت له نژدې څارم، باید د وګړو د ساتنې لپاره نوي اجرآت وشي، امریکايي ګټې خوندي شي او زموږ سفارت له بلواوو وساتل شي".
د سوېلي سوډان پوځ مخکې ویلي وو چې یاغیانو د هغه ښار یوه برخه نیولې، چې په هېواد کې تر ټولو په تېلو بډایه ښار ګڼل کېږي.

د پوځ ویاند فیلیپ اګویر بي بي سي ته ویلي چې پوځ د بنتیو ښار د بېرته نیولو لپاره چمتووالی نیولی دی.
په دغه ښار کې له تېرې یوې اونۍ راهیسې د حکومت پلوو او مخالفو ترمنځ جګړه روانه ده.
شنونکي وايي، خرطوم ځکه په دغه بلوا کې ځان نه ښکېلوي، چې ګني خپلې ګټې یې په خطر کې دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون او د امریکا ولسمشر بارک اوباما د سوېلي سوډان د جګړو درېډو غوښتنې کړې دي.
بان په تېره یکشنبې وویل چې "له ټولو سیاسي او پوځي مشرانو او ملېشو د جګړې د درولو غوښتنه کوم، باید د ولسي خلکو له وژنو لاس واخلي".








