جنوبي سوډان کې یاغیانو مهم ولایت نیولی دی

د جنوبي سوډان پخواني مرستیال ولسمشر ریک ماچار ویلي ځواکونو یې د هېواد په جنوب کې د یونیټي لوی او مهم ولایت چې زیات تېل لري، نیولی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په جنوبي سوډان کې د تاو تریخوالي په زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.
نوموړي له دواړو غاړو غوښتي چې د لانجې د حل له پاره له سیاسي لارو چارو کار واخلي.
ښاغلي ماچار بي بي سي ته وویل ځواکونه د پلازمېنې جوبا شاوخوا له حکومتي ځواکونو سره په نښتو کې ګېر دي.
دا نښتې چې یوه اوونۍ وړاندې پیل شوې اوس په پراخېدو دي.
یوه اوونۍ وړاندې د جنوبي سودان ولسمشر سلواکېر خپل پخوانی مرستیال ښاغلی ماچار د کودتاه په کولو تورن کړ.
په وروستیو نښتو کې کم ترکمه ۵۰۰ تنه وژل شوي دي. په سوډان کې د بي بي سي یو خبریال جېمز کاپنېل وايي اوسنی حالت یوې کورنۍ جګړې ته ورته دی.
حکومتي ځواکونه له یاغیانو سره د پلازمینې جوبا د ساتلو لپاره جنګېږي.
په ورستیو نښتو کې درې هندې سوله ساتونکي هم وژل شوي دي.
همدا شان څلور امریکایي مامورین چې د بور په ښار کې د خپلو اتباعو د ایستلو په لټه کې و، الوتکه یې په ډزو ولګېده او ټپي شول.
ښایي یاغیانو په دې الوتکه د یوګاندایۍ الوتکې ګومان کړی وي او برید یې پرې کړی وي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما خبرداری ورکړی چې "هر هغه ځواک چې په هېواد کې د زور له لارې د واک تر لاسه کول غواړي، د متحدو ایالتونو ملاتړ به له لاسه ورکړي".
ولسمشر د امریکایي الوتکې د ویشتلو په اړه له خپلو امنیتي سلاکارانو سره کتلي دي.
امریکا په عین مهال کې د جنوبي سوډان مشرانو ته خبر داری ورکړی چې د امریکایي اتباعو امنیت خوندي کړي او هغوی یې مسول دي.
د نړۍ مسیحي مشرانو هم په سوډان کې د اوربند غوښتنه کړې ده.
جنوبي سوډان درې کاله وړاندې د کورنیو جګړو په پایله کې له سوډانه ګوښی شو او نړیوالو د هغه ازادي په رسمیت وپېژندله.
د سوډان د تېلو زیاته برخه په جنوبي سوډان کې پاتې شوه.
جنګیالي وایي ډېرې هغه سیمې چې تېل پکې دي د دوی په واک کې دي.
د جنوبي سوډان ولسمشر په خپل لومړني مرستیال تور لګولی چې تېره یکشنبه یې د کودتاه له لارې د واک تر لاسه کولو هڅه کوله.
خو ریک ماچار دا تورونه نه مني.
ملګرو ملتونو په سوډان کې د قومي او کورنیو جګړو د پیل خبر داری ورکړی دی.
برتانیا او امریکا دواړو له هېواده د خپلو وګړو د ایستلو بېړنۍ هلې ځلې پیل کړې دي.
جنوبي سوډان له ۲۰۱۱کاله راهیسې چې خپلواک هېواد شو، په دې نه دی بریالی شوی چې ارامي او سوله ټینګه کړي.
د تېلو له پلوه دا شتمن هېواد د وسله والو ډلو د لرلو ترڅنګ سیاسي او قومي ستونزې هم لري.








