جنوبي سوډان یاغیانو مهم ښار نیولی دی

جنوبي سوډان پوځيان وایي د کودتاه تر هڅې وروسته یاغیانو د بور ښار نیولی او اوس هم جګړه روانه ده.
د جنوبي سوډان د پوځ ویاند فیلیپ اګوېر وایي ځواکونو یې تر سختو جګړو وروسته د بور ښار له لاسه ورکړی دی.
دا ښار حکومت مخالف ریک مشار نیولی دی.
ولسمشر سالوا کېر ښاغلی مشار چې پخوانی مرستیال یې دی، په کودتاه تورن کړ. خو ښاغلی مشار دا تورونه ردوي.
نښتې په پلازمېنه جوبا کې پیل شوې او شاوخوا ۵۰۰ کسان پکې ووژل شول.
اوس د هېواد په لرو بر کې د پراخو ناکراریو او تاو تریخوالي امکان شته.
له دې مخکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشر جرارد ارود ویلي و، داسې ښکاري چې په جنوبي سوډان کې د قومي شخړو پراختیا د کورنۍ جګړې لامل شي.
ښاغلي ارود بي بي سي ته وویل ملګرو ملتونو داسې راپورنه ترلاسه کړي چې د یکشنبې په ورځ د کودتا تر هڅې وروسته سلګونه کسان وژل شوي دي.
ملګرو ملتونو ویلي د ناتاييد شويو راپورونو پر بنسټ د وسله والو ډلو ترمنځ نښتو کې ښايي له ۴۰۰ تر ۵۰۰ پورې کسان وژل شوي وي.
د دسمبر نیمايي کې له سوډانه په ورکړل شویو رپوټونو کې ویل شوي وو، د دغه هېواد پولو ته څېرمه دارفور سیمه کې د دوو قبیلو تر منځ د نښتو له کبله نژدې ۱۰۰کسان وژل شوي دي.
د دولتي راډیو په رپوټ کې ویل شوي، چې د شنبې په ورځ د میصریه او سلامت قبیلو تر منځ د سویل لوېدیځ ښار ام کوخون په شاوخوا کې نښتو دوام درلود.
نورو رپوټونو کې ویل شوي، په وژل شویو او ټپیانو کې د چاډ سرتېري هم شامل دي، چې له سوډاني هغو سره د خپلې ګډې پولې اوږدو کې ګزمې کوي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د دواړو ډلو تر منځ د نښتو له کبله د سیمې شاوخوا کې زرګونه خلک د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ شوي دي.








