ج سودان: زرګونه مخالفين د بور پر لور روان دي

په جنوبي سودان کې د حکومت د مخالف مشر رېيک مشار زرگونه ځوان پلويان د بور د ستراتېژيک ښار پر خوا خوځېدلي چې تېره اوونۍ حکومتي ځواکونو لاندې کړ.
بور ښار د جونگلي ايالت مرکز دى چې د ښاغلي مشار په قوم پورې اړه لري.
حکومت د اوربند اعلان کړى، خو د پوځ يوه وياند وويل چې ځواکونه يې لاهم په شمال کې د تېلو پر يوه سيمه په جگړه بوخت دي.
د دې نښتو له لاسه چې د دې مياشتې په لومړيو کې پيل شوې، تر ١٢٠ زرو ډېر کسان بېځايه شوي او نژدې زر نور وژل شوي دي.
د ناکراريو څپه، لکه دا کس يې چې وايي پر ټول جنوبي سودان خپره ده:
"په ټول هېواد کې هرې خوا جنگ دى، يوازې پلازمېنه جوبا نه ده. تر دې ولايت بهر هم تر دا اوسه جنگ روان دى او حکومت يې د درولو لپاره هېڅ نه کوي".
هغه څه چې د ښاغلي مشار او د ولسمشر سلوا کېير ترمنځ د واک د سيالۍ په ډول پيل شول، اوس يې د بشپړ قومي کړکېچ بڼه غوره کړې ده.
ولسمشر کېير د لوى قوم دينکا غړى دى، خو ښاغلى مشار په نيور ټبر پورې اړه لري.
زرگونه ولسي وگړي د دواړو خواوو د نښتو له لاسه تښتېدلي او د ملگرو ملتو په ودانيو کې يې ځانونه خوندي کړي دي.
ښاغلى مشار تر هغو چې ولسمشر کېير په جولاى کې گوښه کاوه، د هغه مرستيال و.
ددې مياشتې په لومړيو کې د غليمو لښکرو ترمنځ نښتې تر هغه وروسته پيل شوې چې ښاغلي کېير پر خپل پخواني مرستيال تور ولگاوه چې غوښتل يې د يوې کودتا په مرسته دى له واکه وغورځوي.
ښاغلي مشار بي بي سي ته ويلي چې ځواکونه يې له بور ښار پرته د جونگلي او يونېټي ولايتونو پر پاتې برخو بشپړه ولکه لري.
پخلاينه
هغه وويل چې د سولې خبرو ته چمتو دى، خو هر ډول روغه جوړه بايد رېښتونې او پخه وي:
"پر ما خپل هېواد گران دى. جنوبي سودان راته گران دى. د دواړو خواوو پلاوي پر اوربند خبرې کوي او د اوربند د څارنې لپاره ميکانيزم هم جوړ شوى چې باوري شي."
هغه غوښتنه وکړه چې ۱۱ملگري دې يې چې له ده سره په کودتا کې د ملگرتوب پر شک نيول شوي، خوشې شي.
همدا د روغې لپاره د ياغيانو يوه مهمه غوښتنه ده، خو د ښاغلي کېير وياند بي بي سي ته وويل چې ولسمشر به د اوربند لپاره هېڅ ډول مشرط ونه مني.
هغه وويل چې ولسمشر هڅه وکړه چې اخ وډب قومي بڼه غوره نه کړي او ښاغلى مشار يې د دغو دوو قومونو ترمنځ د تاوتريخوالي پر ډېرولو تورن کړ.
د افريقايي ټولنې ځينې مشران هم هڅه کوي چې د دغې وچې تر ټولو ځوان دولت له کورني کړکېچه راوباسي.








