"موږ د افغانستان په انتخاباتو کې د چا پلوي نه کوو"

د ملي امنیت په برخه کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز وايي پاکستان د هندوستان په ګډون له خپلو ټولو ګاونډیانو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
ښاغلي سرتاج عزیز پر ملي امنیت له سره د کتنې تر غنوان لاندې یوه سیمنار ته په وینا کې وویل پاکستان د یوه اغیزناک او ټولیز ملي امنیت پر تګلارې کار کوي څو په دې توګه له ګاونډیو هېوادونو سره د پاکستان دوستانه اړیکې باوري شي.
دا سیمنار په پلازمېنه اسلام آباد کې جوړ شوی دی.
د صدراعظم نواز شریف سلاکار سرتاج عزیز زیاته کړه چې پاکستان راتلوونکې کال د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د هیڅ یوه کاندید پلوي نه کوي.
د هغه په ژبه پاکستان به له امریکا سره پر خپلو اړیکو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته له سره غور وکړي.
ښاغلی عزیز وايي په افغانستان کې ناڅرګند حالت د پاکستان لپاره یوه لویه ننګونه ده او پاکستان په افغانستان کې امنیت ته ژمن دی.
د هغه په وینا پاکستان نه یوازې په افغانستان بلکې په ټوله سیمه کې امن او ثبات غواړي.
د پاکستان د صدراعظم سلاکار ټینګار وکړ چې هېواد یې له هندوستان سره اړیکو ته لومړیتوب ورکوي او په دې برخه کې مثبت بدلونونه رامخې ته کېږي چې ترشاه یې د پاکستان د حکومت هڅې دي.
سرتاج عزیز وویل چې موږ د سوداګرۍ او پر اقتصادي بنسټونو ولاړه بهرنۍ تګلاره جوړو.








