سرتاج عزيز: له هڅو سره افغان طالبان خبرو ته چمتو نه دي
د پاکستان لومړي وزیر بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز ویلي د پاکستان له هڅو سره سره افغان طالبان د سولې عالي شورا سره خبرو ته چمتو نه دي.
اسلام اباد کې د بي بي سي همکار طاهر خان پوښتنو ته په ځواب کې ښاغلي عزیز ومنله چې د سولې افغان پلاوي په دې وروستيو کې په پاکستان کې د طالبانو له مهم مشر ملا برادر سره لیدلې وو.
خو زياته يې کړه دا چې طالبانو ملا برادر ته د خبرو اجازه نه وي ورکړې، دا ليده کاته به څه ګټه ونه لري.
هغه وویل له امريکا سره د امنيتي تړون لاسليک په خپله د افغانستان پرېکړه ده، او دوی کوم فشار نه راوړي.