امریکا او برتانیا د سوریې له مخالفینو سره مرستې وځنډولې

سږ کال برتانیې د ٢٠ مېلېون پونډو او امريکا څه د پاسه ١٠٠ مېلېونو ډالرو په ارزښت د سوريې حکومت له مخالفینو سره مرستې کړې دي.
د عکس تشریح، سږ کال برتانیې د ٢٠ مېلېون پونډو او امريکا څه د پاسه ١٠٠ مېلېونو ډالرو په ارزښت د سوريې حکومت له مخالفینو سره مرستې کړې دي.

امريکا او برتانيا د سوريې حکومت مخالف آزادې سوري پوځ ته د خپلو مرستو لړۍ د دې اندېښنې له امله ودروله چې کېداى شي د تندلارو گوتو ته ورشي.

په دغو مرستو کې نه وژونکي توکي او تجهيزات راځي.

سږ کال برتانیې د ٢٠ مېلېون پونډو او امريکا څه د پاسه ١٠٠ مېلېونو ډالرو په ارزښت د سوريې حکومت له مخالفینو سره مرستې کړې دي.

امريکا او برتانيا دغه گام وروسته له هغه پورته کړ چې د اسلامي جبهې په نامه د يوې تندلارې ياغي ډلې له لوري د آزادې سوريې پوځ د وسلو د زيرمتونونو د نيولو خبر خپور شو.

د آزادې سوريې پوځ په خپل غبرگون کې دغه اقدام یوه بيړنۍ پرېکړه بللې ده.

په روان کال کې امریکا او برتانیا د سوریې له ملي اېتلاف سره د مرستې په خاطر مخابراتي وسایل، جنریټرونه، خوراکي توکي او طبي وسایل د سوریې شمال ته واستول.

خو ویل شوي چې د دې اېتلاف ځیني زیرمتونونه د سیالې مخالفې ډلې اسلامي جبهې له خوا نیول شوي هغه هم په داسې حال کې چې د نوموړې جبهي واک په شمالي سیمو کې په ډېرېدو دی.

امریکا او برتانیا نه غواړي چې په سوریه کې د دوی اکمالات د اسلامپالو له خوا وکارول شي ځکه یې خپلې مرستې ځنډولې دي.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هیو رابټسن وویل "د مرستو د وروستۍ برخې ځنډول سمه چاره برېښي. تر هغه ځایه چې موږ خبر یو د سوریې ملي اېتلاف ته له ورکړل شویو پخوانیو اکمالاتو نه هیڅ څه په دې برید کې نه دي نیول شوي. موږ ویلي شو چې برتانیوي وسایل د سخت دریځو اسلامپالو لاسونو ته نه دي ورغلي خو دا خبره سمه برېښي چې مرستې وځنډول شي څو په دقیقه توګه څرګنده شي چې څه پېښ شوي دي؟"

د سوریې ملي اېتلاف بي بي سي ته ویلي هیله من دي چې د امریکا او برتانیا له خوا به اکمالات بیا له سره پیل شي.

خو د سوریې له مخالفینو سره د امریکا او برتانیا مرستې ډېرې پیچلې شوې دي.

کورنۍ جګړه

د ملګرو ملتونو يو راپور وايي زیات شمېر هغه ماشومان چې په سوریه کې یې د جګړې له امله خپل ټاټوبي پریښي، د جګړې د اغیزو له امله له روحي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د سوریې د ثبت شویو دوه اعشاریه دوه مېلېونه کډوالو شاوخوا نیمايي يې ماشومان دي.

د دوی یو زیات شمېر له زده کړې بې برخې پاتې دي او د خپل ژوند د پایښت لپاره په کارونو بوخت دي.

د دغو ماشومانو له ډلې د یو شمېر کوچنيانو مور او پلار وژل شوي او یا هم په حکومتي زندانونو کې دي.

 د ملګرو ملتونو يو راپور وايي زیات شمېر هغه ماشومان چې په سوریه کې یې د جګړې له امله خپل ټاټوبي پریښي، د جګړې د اغیزو له امله له روحي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو يو راپور وايي زیات شمېر هغه ماشومان چې په سوریه کې یې د جګړې له امله خپل ټاټوبي پریښي، د جګړې د اغیزو له امله له روحي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

ملګري ملتونه وايي د دې ماشومانو په ډله کې داسې ماشومان هم شته چې د خپل مور او پلار وژل یې په خپلو سترګو لیدلي دی.

دوی وايي ماشومانو خپل ميندې پلرونه تر وژل کېدو وروسته خښ کړي چې له امله يې له عصبي او ذهني ټکان سره مخامخ شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو عالي کمشنري UNHCR په لبنان او سوریه کې د کډوالو د مخ په زیاتیدونکي شمېر له امله خبرداری ورکړی.

دغه سازمان وايي په سوريه کې د کورنۍ جګړې له امله وتلي سوري ماشومان نه يوازې دا چې له زده کړو بې برخې شوی، بلکې په لږو پيسو ډېر کار کوي.

د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتو اداره وايي، د سوريې شاوخوا ۳۰۰زره ماشومان ښوونځيو ته نه ځي.

دغه اداره وايي هغه کسان چې ښوونځيو ته نه ځي پر ځای يې کار کوي او آن د اوو کلونو ماشومان هم په کارونو بوخت دي.

په سوريه کې له هغه راهیسې چې د بشار الاسد د رژیم پر وړاندې پاڅون پيل شوی، لسګونه زره کسان وژل شوي او مېلېونونه نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.