د سوریې مېرمنې، هم کونډې، هم بورې هم یتیمانې

د بشري حقونو د ملاتړ تر شپېتو زیاتو بنسټونو په خپل یوه نوي رپوټ کې ویلي، چې د سوريې مېرمنې په زیاتېدونکي ډول د حکومتي ځواکونو او وسله والو ډلو د د تاوتریخجنو ځورونو او ربړونو ګواښ ګرځېدلي دي.

د بشري حقونو د ملاتړ تر شپېتو زیاتو بنسټونو په خپل یوه نوي رپوټ کې ویلي، چې د سوريې مېرمنې په زیاتېدونکي ډول د حکومتي ځواکونو او وسله والو ډلو د د تاوتریخجنو ځورونو او ربړونو ګواښ ګرځېدلي دي.
د عکس تشریح، د بشري حقونو د ملاتړ تر شپېتو زیاتو بنسټونو په خپل یوه نوي رپوټ کې ویلي، چې د سوريې مېرمنې په زیاتېدونکي ډول د حکومتي ځواکونو او وسله والو ډلو د د تاوتریخجنو ځورونو او ربړونو ګواښ ګرځېدلي دي.
په داسې حال کې چې د نومبر ۲۵ په نړۍ کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ورځ ده، تر ۶۰ ډېرو د بشري حقونو د ملاتړ بنسټونو پخپل یوه راپور کې ویلي، چې د سوریې مېرمنې په زیاتېدونکي ډول د حکومتي ځواکونو او وسله والو ډلو د د تاوتریخجنو ځورونو او ربړونو ګواښ ګرځېدلي دي.
د عکس تشریح، په داسې حال کې چې د نومبر ۲۵ په نړۍ کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ورځ ده، تر ۶۰ ډېرو د بشري حقونو د ملاتړ بنسټونو پخپل یوه راپور کې ویلي، چې د سوریې مېرمنې په زیاتېدونکي ډول د حکومتي ځواکونو او وسله والو ډلو د د تاوتریخجنو ځورونو او ربړونو ګواښ ګرځېدلي دي.
د رپوټونو له مخې، په سوریه کې لږترلږه په روانه جګړه کې ۱۱ زره مېرمنې وژل شوې دي، له څه باندې ۷۵۰۰ ډېرې د جنسي تېریو پېښې ثبت شوې دي.
د عکس تشریح، د رپوټونو له مخې، په سوریه کې لږترلږه په روانه جګړه کې ۱۱ زره مېرمنې وژل شوې دي، له څه باندې ۷۵۰۰ ډېرې د جنسي تېریو پېښې ثبت شوې دي.
په دغه رپوټ کې راغلي، چې ډېرې مېرمنې د جنسي تېري او ډله ییزو جنسي ربړونو ښکار شوي دي.
د عکس تشریح، په دغه رپوټ کې راغلي، چې ډېرې مېرمنې د جنسي تېري او ډله ییزو جنسي ربړونو ښکار شوي دي.
د رپوټ د لیکونکو یوې ویاندې ویلي، دوی په بندخونو کې د مېرمنو پر وړاندې د سیستماتیک جنسي زور زیاتي راپورونه اورېدلي دي.
د عکس تشریح، د رپوټ د لیکونکو یوې ویاندې ویلي، دوی په بندخونو کې د مېرمنو پر وړاندې د سیستماتیک جنسي زور زیاتي راپورونه اورېدلي دي.
 د دې په وینا هغه مېرمنې چې د جنسي تاوتریخوالي ښکار شي، بیا له ټولنیزو ځورونو سره مخ کېږي، چې ډېری وختونه له خپلو کورونو تښتېدو ته اړویستل کېږي او یوازې پرېښول کېږي.
د عکس تشریح، د دې په وینا هغه مېرمنې چې د جنسي تاوتریخوالي ښکار شي، بیا له ټولنیزو ځورونو سره مخ کېږي، چې ډېری وختونه له خپلو کورونو تښتېدو ته اړویستل کېږي او یوازې پرېښول کېږي.
په راپور کې راغلي چې د سوریې د روان کړکېچ له پیله تر اوسه پورې نژدې شپږ زرو ښځو تېري شوي، چې په دې کې ډله ییز تېري هم شامل دي.
د عکس تشریح، په راپور کې راغلي چې د سوریې د روان کړکېچ له پیله تر اوسه پورې نژدې شپږ زرو ښځو تېري شوي، چې په دې کې ډله ییز تېري هم شامل دي.
دغه راپور له سوري مېرمنو سره د مخامخ مرکو، د قربانيانو له خپلوانو، او د روغتیا په برخه کې له کارکوونکو سره د مرکو پربنسټ چمتو شوی دی.
د عکس تشریح، دغه راپور له سوري مېرمنو سره د مخامخ مرکو، د قربانيانو له خپلوانو، او د روغتیا په برخه کې له کارکوونکو سره د مرکو پربنسټ چمتو شوی دی.
په راپور کې دا هم راغلي چې پر ښځو مخامخ بریدونه شوي، او له ماشومانو سره یوځای د مخالفینو پروړاندې د سپر په توګه کارول شوې دي.
د عکس تشریح، په راپور کې دا هم راغلي چې پر ښځو مخامخ بریدونه شوي، او له ماشومانو سره یوځای د مخالفینو پروړاندې د سپر په توګه کارول شوې دي.
همداشان، راپور کاږي، چې ښځې د بندیانو د تبادلې په مقابل کې هم کارول شوې دي.
د عکس تشریح، همداشان، راپور کاږي، چې ښځې د بندیانو د تبادلې په مقابل کې هم کارول شوې دي.
د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ وايي، چې د ژنیوا دویم کنفرانس کې باید ښځې هم ګډون وکړي.
د عکس تشریح، د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ وايي، چې د ژنیوا دویم کنفرانس کې باید ښځې هم ګډون وکړي.
اټکل دی، چې د ژنیوا کنفرانس په راتلونکې جنورۍ کې جوړ شي.
د عکس تشریح، اټکل دی، چې د ژنیوا کنفرانس په راتلونکې جنورۍ کې جوړ شي.
د سوریې په روانه دوه کلنه جګړه کې تر ۱۰۰ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.
د عکس تشریح، د سوریې په روانه دوه کلنه جګړه کې تر ۱۰۰ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.
د دغه نوي راپور پربنسټ، د دغې جګړې پرمهال تر ۱۱ زرو ډېر سوري ماشومان هم وژل شوي دي.
د عکس تشریح، د دغه نوي راپور پربنسټ، د دغې جګړې پرمهال تر ۱۱ زرو ډېر سوري ماشومان هم وژل شوي دي.
ډېری داسې کورنۍ شته، چې د روزۍ ګټلو سړی یې وژل شوی، او دوی د پولۍ ټک ته ناست دي.
د عکس تشریح، ډېری داسې کورنۍ شته، چې د روزۍ ګټلو سړی یې وژل شوی، او دوی د پولۍ ټک ته ناست دي.