سوري اپوزېسیون وايي وار له مخه شرطونه دې ومنل شي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشرې والیري اموس د روانې میاشتې لومړیو کې امنیت شورا ته وویل، چې د سوریې وضعیت په چټکۍ مخ پر خرابېدو دی.
د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشرې والیري اموس د روانې میاشتې لومړیو کې امنیت شورا ته وویل، چې د سوریې وضعیت په چټکۍ مخ پر خرابېدو دی.

د سوریې د ملي ایتلاف په نامه د حکومت مخالفه ډله وايي، که د دوی یو لړ شرطونه له وړاندې ومنل شي، دوی به د دغه هېواد د کورنۍ جګړې د ختمولو لپاره جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون وکړي.

دغه ډله غوښتنه کوي، چې کلابندو سیمو ته د مرستندویه ادارو د لاسرسي ضمانت باید ورکړل شي او سیاسي بندیان باید ازاد شي.

دوی همدراز وايي، چې د سوریې د مسلې په اړه د هر ډول کنفرانس پایله باید په دغه هېواد کې د واک لېږد رامنځ ته کړي.

خو د ولسمشر بشارالاسد حکومت د دغه کنفرانس په اړه له شرطونو منلو انکار کړی دی، چې د روسیې او امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونه یې په جېنېوا کې د روانې میاشتې تر پایه د جوړولو تابیا کوي.

د سوري اپوزیسیون ملي اییتلاف دوې ورځې استانبول کې دغه غونډه کې د خپل ممکنه ګډون په باب خبرې کولې.

داییتلاف یو شمېر غړو د بشارالاسد د استعفا غوښتنه کړې، خو د سوریې حکومت وايي وار له مخه به د دوه نیم کلنې جګړې پای ته رسولو هڅو لړ کې تر سره کېدونکې غونډې کې د ګډون کولو لړ کې هېڅ راز مخکیني شرایط و نه مني.

بل لور ته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشرې والیري اموس د روانې میاشتې لومړیو کې امنیت شورا ته وویل، چې د سوریې وضعیت په چټکۍ مخ پر خرابېدو دی. نوموړې وویل، چې په سوریه کې نهه اعشاریه درې میلونه خلک، یانې د ټولو وګړو څلوېښت سلنه، اوس مرستو ته اړتیا لري.