"سوریه کې تېره میاشت ۲۱ خبریالان وژل شوي"

د سوريې د ازادو خبریالانو ټولنه وايي، د ۲۰۱۱ له مارچ میاشتې راهیسې روانه جګړه کې تر ۲۰۰ ډېر خبریالان وژل شوي.
د عکس تشریح، د سوريې د ازادو خبریالانو ټولنه وايي، د ۲۰۱۱ له مارچ میاشتې راهیسې روانه جګړه کې تر ۲۰۰ ډېر خبریالان وژل شوي.

د سوريې د بشري حقونو فعالان وايي، یوازې د تېرې میاشتې په اوږدو کې سوریه کې د رسنیو ۲۱ فعالان وژل شوي.

دوی وايي دوو کسانو تر شکنجې لاندې ساه ورکړې ده.

د بشري حقونو سوري فعالانو شبکې دا هم ویلي، چې سوریه کې د بشري حقونو پرضد تاوتریخوالی "اوج" ته رسېدلی دی.

دوی وايي چې په وژل شویو کې د رسنیو ځينې داسې فعالان هم شته، چې عمرونه يط تر ۱۸ کلونو ټيټ دي.

ددغې شبکې په وینا، د سوريې واکن نظام د هغوی د وسله والو مخالفانو په پرتله د "کمیت او کیفیت" له پلوه د خبریالانو په وژنه او ربړونه کې ډېر مخکې دی:

"سوري نظام مخامخ خبریالان وژني او ان ځینې تر مرګه ربړوي، دا ټول کارونه له پلان سره سم کیږي، ښکاري چې د حکومت همدغه سیاست دی".

دغه شبکه زیاتوي، چې حکومت د خبریالانو او د رسنیو برخه کې د کارکوونکو د وژنې د نه افشا کولو په خاطر ګڼ کسان نیول شوي او یا يې خولې تړل شوې، او ګواښونه ورته شوي، چې په دې اړه رپوټونه او انځورونه خپاره نه کړي، که نه دوی به هم له ورته برخلیک سره مخامخ شي.

د بشري حقونو دغه شبکه وايي، د سوريې حکومت فرانسوی لیکوال جان بییر توتین تر نیول کېدا څلور ورځې وروسته خوشی کړ.

په راپور کې د حکومت مخالفو وسله والو له لوري هم د بشري حقونو د سرغړونو خبر ورکړل شوی.

تېر کال سوریه کې درې بهرني نیول شوي خبریالان خوشي شول.
د عکس تشریح، تېر کال سوریه کې درې بهرني نیول شوي خبریالان خوشي شول.

دوی وايي، چې د دغو وسله والو په ډزو د حلب څنډو کې د رسنیو یو فعال محمد سعید وژل شوی.

دوی وايي، چې د مخالفو وسله والو په نښتو او ډزو لږترلږه شپږ خبریالان تښتول شوي، چې عرب او بهرنیان هم پکې دي.

بل راپور

د دغه راپور شمېرې د سوري ازادو خبریالانو د ټولنې له شمېرو سره په ټکر کې دي.

د سوريې د ازادو خبریالانو ټولنه وايي، چې یوازې تېره میاشت کې نهه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي، چې په دې سره د ۲۰۱۱ له مارچ میاشتې راپدېخوا سوريه کې د <link type="page"><caption> روانې جګړې</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/in_depth/syria-conflict.shtml" platform="highweb"/></link> پرمهال لږترلږه د رسنیو ۲۱۱ کسان وژل شوي.