"اسراييلو د سوریې پر لاذقيې هوايي بريد کړی"
يوه امريکايي چارواکي ويلي، چې اسرایيلو د سوريې پر ساحلي ښار لاذقيه بريد کړی دی.
ده ويلي، د اسراييلو د هوايي بريد موخه هغه روسي جوړ، توغندي وو چې په خبره يې: "د لبنان د حزب الله ډلې ته استول کېدل".
لاذقيه، هغه ښار دی چې د بشار الاسد د علوي مذهبي ډلې پيروان په کې دېره دي او د سوريې د ولسمشر پلويان دي.
دا په روان کال کې پر سوريې دريم هوايي بريد دی، چې د ترسره کېدو نسبت یې اسراييلو ته کېږي.

تر دې وړاندې د پنجشنبې په ورځ راپورونو کې راغلي و، چې په لاذقيه کې د سوري پوځ په يوه مرکز کې چاودنه شوې ده. خو دا لا نه وه مشخصه چې دغه بريد چا کړی دی.
تر اوسه نه سوريې او نه هم اسراييلو د دغه بريد په اړه څه ويلي دي.
خو يوه امريکايي چارواکي ويلي، چې چاودنې په اصل کې د اسراييلو د هوايي بريد له امله وې، چې د چارشنبې په شپه پيل او د پنجشنبې تر ګهيځ وختي پورې يې دوام درلود.
اسراييلو وار له مخه خبرداری ورکړی و، که د سوريې کېمياوي وسلې د وسله والو ډلو په ځانګړي ډول د حزب الله لاسونو ته ولوېږي، نو دوی به اقدام وکړي.
په بېروت کې د بي بي سي خبريال جيم ميور وايي دغه بريد په داسې وخت کې شوي چې روسيه د امريکا په مرسته په سوريه کې د سولې کنفرانس د جوړېدو په حال کې دي.
روسيه د سوريې قوي ملاتړی هېواد بلل کېږي او راپورونه ورکړای شوي چې د روسيې حکومت دغه راز د بشار الاسد حکومت ته وسلې ورکوي.
بشار الاسد مخکې ويلي و، چې د اسراييلو هر ډول بريد ته به ځواب ووايي.
له ۲۰۱۱ کال راپدېخوا په سوريه کې د بشار الاسد د حکومت پر وړاندې مظاهرې پيل شوې او ډېرې ژر په تاوتريخوالي واوښتې.
ملګري ملتونه وايي چې د سوريې په کورنۍ جګړه کې له ۱۰۰زرو زيات کسان وژل شوي او له دوه ميليونه ډېر خلک له هېواده تېښتې ته اړ شوي دي.








