د يمن پر دفاع وزارت بريدونو لسګونه وژلي

ویل کېږي چې د چاودنې غږ دومره لوړ و چې تر ډېره لرې واورېدل شو
د عکس تشریح، ویل کېږي چې د چاودنې غږ دومره لوړ و چې تر ډېره لرې واورېدل شو

د يمن پر دفاع وزارت يو لړ بريدونو د چارواکو په وينا لږترلږه ۵۲ کسان وژلي او ۱۶۲ نور ټپيان کړي دي.

د صنعاء باب الیمن سيمه کې زاړه ښار ته پر ورغلي لارې د ودانيو غونډ دروازو سره لومړی د يوه ځانمرګي موټر بم چاودنه او بيا دننه روغتون کې وسله واله نښته شوې ده.

روغتيايي سرچينو ويلي لږترلږه دوه تنه بهرني روغتيايي کارکوونکي د وژل شویو ترمنځ دي.

د دفاع وزیر محمد ناصر دمګړۍ د واشنګټن په سفر دی.

عیني شاهدانو ویلي، سخته درنه چاودنه یې واورېده، چې شېبه وروسته سیمې ته روغتیايي امبولانسونه ورسېدل.

تر اوسه کومې ډلې د برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې خو یمني چارواکو د دغو بریدونو پړه په عربي ټاپووزمه کې پر القاعدې شبکې اچولې ده.

د حکومت یو بل وزیر بیا پړه د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح په ملاتړو اچولې.

امنیتي چارواکي وايي وسله وال کسان يې ټول وژلي او سیمه یې په خپله ولکه کې راوستې.

د وزارت یوې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته وییلي چې ځانمرګي خپل موټر هغه مهال په دروازه را دننه کړو کله چې کارکوونکو په وزارت کې کار پیل کړی.

دا پېښه د هغو وسله والو تر بریدونو وروسته شوې، چې یمني چارواکي او امنیتي کسان یې په نښه کړي وو. د رپوټونو له مخې پر یمني چارواکو بریدونه ډېر شوي دي.

په دې وروستیو کې یمني امنیتي ځواکونه د سیمه ییزو یاغیانو او له القاعدې اورپکو سره په جګړه بوخت دي. دا په داسې حال کې ده چې حکومت هڅه کوي د قانون نه مراعتول او په پوځ کې درځونه کنټرول کړي.

له واکه د مخکني ولسمشر علي عبدالله صالح تر لیرې کېدا وروسته د یمن لنډمهالي حکومت پرمهال سیاسي او امنیتي بې ثباتي ډېره شوې ده.

د حکومت پرضد څو ځلې ولسي لاریونونه وشول.