صنعا کې پر موټر سايکلونو بنديز لګېدلی دی
یمن کې چارواکو د وژنو یوې لړۍ پای ته رسولو هڅو لړ کې پلازمېنه صنعا کې د دوو اونیو لپاره پر موټر سایکلونو چلولو بندیز لګولی.
د کورنیو چارو وزارت په وینا دغه بندیز به د دسمبر میاشتې تر ۱۵ دوام وکړي، چې سوله او ثبات ټینګ شي.
صنعا نه راغلي رپوټونه وايي له بندیز سره له سړکونو نه موټرسایکلونه کم شوي.
همدا تېره اونۍ د یوه بهرني پوځي کارپوه له وژلو وروسته وژونکي د موټر سایکل په وسیله وتښتېدل.
دغه راز بندیز په مارچ کې هم لګېدلی و، چې پلازمېنې صنعا کې د هېواد د راتلونکي اړوند کنفرانس رابلل شوی و.




