څارګرې الوتکې یمن کې د القاعدې یو مشر وژلی

د یمن چارواکو ویلي، چې د بې پیلوټه الوتکې برید کې د القاعدې شبکې یو مشر وژل شوی.
یمن وايي، قائد الذهب یمن کې د القاعدې شبکې مشر و.
برید د یمن زړه البیضاء ولایت کې شوی.
البیضاء کې قبایلي سرچینو ویلي چې بې پیلوټه الوتکې هغه موټر په نښه کړ، چې د القاعدې دغه مشر او د هغه دوه مرستیالان پکې سپاره وو.
برید د جمعې ورځې پر ګهیځ شوی.
ویل کېږي، چې په موټر کې ټول سپاره کسان په نښه شوي، چې د البیضاء مناسح کلي ته څېرمه ویشتل شوی.
د امریکا متحده ایالتونه په دې سیمه کې هغه یوازېنۍ ځواک دی، چې د القاعدې د ځپلو لپاره له بې پیلوټه څارګرو الوتکو ګټه اخلي.
وړاندې القاعدې ومنله، چې یمن کې یې د امریکا څارګرو الوتکو برید سعید الشهري، چې یمن کې د القاعدې وتلی جنګیالی مشر و، وژلی دی.








