امریکا له یمن د امریکايانو د "سم لاسي" وتلو امر کړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یمن کې خپلو ټولو وګړو (حکومتي مامورینو او ناحکومتي کارکوونکو) ته له دې هېواده د سم لاسي وتلو امر کړی دی.
رپوټونه وايي، چې دا امر د یو لړ امنیتي ګواښونو په پایله کې شوی دی.
وړاندې د امریکا متحدو ایالتونو د تېرې یکشنبې پر ورځ په شاوخوا ۲۰ هېوادونو کې د خپلو کونسلګریو او دیپلوماتیکو مرکزونو د تړلو امر کړی و.
دغه دیپلوماتیک مرکزونه به د اګست تر لسمې پورې تړلي پاتې وي.
امریکايي رسنیو ویلي، دا پرېکړه یې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري او نورو مشرانو ترمنځ تر اړیکو او ګواښونو وروسته کړې ده.
د امریکا متحدو ایالتونو مخکې ویلي وو، چې د دیپلوماتیکو مرکزونو د تړل کېدو پرېکړه یې د احتیاطي امنیتي ګام اخیستو لپاره کړې ده.
د یمن صنعا کې د بي بي سي خبریال عبدالله غراب وايي، د یمن پلازمېنه کې د معمول خلاف ډېر امنیت نیول شوی، سلونه پوځي زغره وال ګاډي په واټونو کې درول شوي او د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته امنیتي تدابیر زښت ډېر کلک شوي.
نومړی وايي، پلازمېنه کې د بهرنیو سفارتونو او زېربناوو امنیت هم ټینګ شوی.

زموږ خبریال وايي، د یمن امنیتي سرچینو منلې ده، چې استخباراتي او کشفي ارګانونو د القاعدې شبکې د لسګونو غړو د فعالیت د ځای څرک لګولی چې ویل کېږي صنعا ته د پراخو بریدونو لپاره ننوتي دي.
دوی وايي، چې د القاعدې شبکې دغه غړي په تېرو څو ورځو کې له نورو سیمو هلته تللي چې پراخ بریدونه وکړي.
سرچینه وايي، امکان لري، چې القاعده صنعا کې د لوېديځو هېوادونو پر سفیرانو، سفارتونو، دیپلوماتیکو بنسټونو او د یمن د پوځ پر مرکزونو ځانمرګي بریدونه او لوی عملیات وکړي.
سپینې ماڼۍ او د بهرنیو چارو وزارت دواړو ویلي، چې اوسني ګواښونه عرب ټاپو وزمه کې د القاعدې شبکې له خوا رامنځ ته شوي دي.
دا ګام وروسته تر هغه اخیستل شوی، چې د سې شنبې پر ګهیځ وختي له القاعدې سره په تړاو لږترلږه څلور اورپکي یمن کې د امریکا څارګرو الوتکو بریدونو ووژل.








