په یمن کې د برتانیا سفارت په موقتي ډول تړل شوی

د یمن په پلازمېنه صنعا کې په یکشنبه او دوشنبه د بریتانیا سفارت وروسته له هغه وتړل شو چې امریکا په نړیواله کچه د ترهګرو بریدونو د ګواښ خبرداری ورکړ.
د عکس تشریح، د یمن په پلازمېنه صنعا کې په یکشنبه او دوشنبه د بریتانیا سفارت وروسته له هغه وتړل شو چې امریکا په نړیواله کچه د ترهګرو بریدونو د ګواښ خبرداری ورکړ.

په یمن کې د برتانیا سفارت په موقتی ډول تړل شوی.

ډېرو نورو سفارتنو ته هم خبرداری ورکړل شوی دی چې محتاطه وسي.

دا تر هغه وروسته ده چې امریکا په نړیواله کچه د ترهګرو بریدونو د ګواښ خبرداری ورکړ.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت وايي په صنعا کې به د برتانیا سفارت نن یکشنبه (د اګست څلورمه) او دوشنبه تړلی وي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند دا ونه ویل چې آیا د سفارت تړل د کوم ځانګړي ګواښ له امله دی او که نه.

دا په داسې حال کې ده چې په یمن کې د برتانیا سفارت اوس هم په ډېرو لږو کارکوونکو خپلې چارې پرمخ بیايي.

په منځني ختیځ کې د برتانیا یو شمېر نورو سفارتنو ته هم د اوسني ګواښنې خبرداری ورکړل شوی دی.

امریکایي چارواکو د القاعدې د لوړ پوړو مشرانو ترمنځ پټې مخابراتي خبرې اورېدلي چې د یوه عملیات په هکله سره غږېدل او پر یوه سفارت یې د برید خبره روښانه کړې ده ځکه چې دغلته په دې وروستیو کې امریکا د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ډېر کړي دي.

ویاند زیاته کړه چې دوی په یمن کې د روژې په وروستیو ورځو کې د امنیتي وضعې په اړه ډېره اندیښنه لري.