د القاعدې ګواښ امریکا وېره کې اچولې

اوباما
د عکس تشریح، اوباما دې غونډې ته نه دی ورغلی، خو د امریکايي وګړو د ساتنې امر یې کړی.

د امریکايي ولسمشر بارک اوباما د ملي امنیت ډله د القاعدې شبکې د ممکنه "ترهګریز" ګواښ د مخنيوي په اړه سلامشورې کوي.

څو ورځې مخکې امریکا د نړۍ په څه باندې شلو هېوادونو کې د یکشنبې پر ورځ د خپلو دیپلوماتیکو مرکزونو او سفارتونو د تړلو اعلان وکړ.

سپینې ماڼۍ ویلي، چې د ملي امنیت سلاکارې سوزان رایس د ملي امنیت سلاکاران او جګپوړي مشران ورغوښتي چې "له عربي ټاپووزمې د القاعدې شبکې ممکنه ترهګریز ګواښونه وڅېړي".

د سپینې ماڼۍ په یوه ویناپاڼه کې ویل شوي، چې په دې مشورتي غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر جان کیري او دفاع وزیر چاک هېګل هم ګډون کړی.

ویناپاڼه وايي، غونډې ته ولسمشر بارک اوباما نه دی ورغلی، خو په یوه پیغام کې یې ویلي، چې د امریکايي ولس د ساتنې لپاره باید له ټولو ممکنه لارو ګټه واخیستل شي.

د واشنګټن خبرداری

واشنګټن خبرداری ورکړی و، چې القاعده شبکه روان اګست کې امریکا ته – په تېره بیا منځني ختيځ او شمالي افریقا کې – د امریکا پر دیپلوماتیکو بنسټونو د بریدونو نیت لري.

خو د تېرې جمعې پر ورځ د امریکا د باندینیو چارو وزارت نړۍ کې خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی و، چې بې ځایه ونه ګرځي.

د بهرنیو چارو وزارت د اسراییل، ځینو عربي هېوادونو، افغانستان او بنګله دېش کې د یکشنبې پر ورځ د خپلو سفارتونو د تړلو امر کړی و.

وروسته تر هغه، چې د تېر کال سپتمبر پر ۱۱ مه د لېبیا بنغازي کې د <link type="page"><caption> امریکا پر کونسلګرۍ برید</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2012/09/120912_hh-us-ambassador-killing-libya.shtml" platform="highweb"/></link> وشو، چې د سفیر په ګډون یې څلور امریکایان ووژل، امریکا بهر کې د خپلو اتباعو او دیپلوماتانو د ساتنې لپاره پام ډېر کړ.

د سفارتونو د تړلو په تعقیب، ځینو اروپايي هېوادونو –لکه فرانسه، برتانیا او جرمني- هم یمن کې د خپلو سفارتونو د تړلو اعلان وکړ.

دوی خپل سفارتونه وروسته تر هغه وتړل، چې نړیوالو پولیسو (انټرپول) غړو هېوادونو ته عراق کې پر دوو زندانونو د القاعدې شبکې، لېبیا او پاکستان کې تر بریدونو وروسته د لا ډېرې بیدار پاتې کېدو خبر ورکړ.

بل خوا، کاناډا هم د تېرې شنبې پر ورځ ډاکه کې د خپل سفارت د تړلو اعلان وکړ.

د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري په یوه غږیز پیغام کې د تېرې جمعې پر ورځ مصر کې د محمد مرسي د لیرې کولو کودتا کې امریکا په لاس لرلو تورنه کړه.

نوموړي وویل، چې "د مرسي لیرې کېدل د خلیج په مرسته او د امریکا په پلان ترسره شوي دي".