د یمن پر هوايي ځواک چاودنه شوې

د یمن پلازمېنه صنعاء کې د هوايي ځواک پوځیانو پر لېږدوونکي بس چاودنه شوې، چې له کبله یې لږترلږه شپږ کسان وژل شوي.
پوځ وايي، چاودېدونکي توکي د بس د ننه ځای پرځای شوي وو.
یوې سرچینې ویلی چاودنه د یکشنبې پر ګهیځ هغه مهال وشوه، چې پوځيان په یوه موټر له هوايي پوځي اډې سلګونه متره لیرې د صنعاء شمال ته د نړیوال هوايي ډګر پر لوري روان وو.
د یمن حکومت په عرب ټاپووزمه کې له القاعدې جنګیالیو سره مبارزه کوي.
اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس وايي، د پوځ ویاند جګړن مهدي العیدروس ویلي، نژدې ۲۴ پوځيان او افسران په بس کې و.
د روانې میاشتې لومړیو کې شکمنو القاعدې غړو د یمن سوېل غازو یوه ترمینال کې پنځه پوځيان په یوه برید کې ووژل.
او د روانې اګست لومړیو کې، امریکا منځني ختيځ او افریقا کې خپل ۱۹ دیپلوماتیک بنسټونه د ممکنه بریدونو له وېرې وتړل.
د یمن صنعاء کې د امریکا سفارت تر تېرې سې شنبې ورځې پورې تړلی و، ځکه چې هلته امریکا د القاعدې له وېرې د خپل سفارت فعالیت په خطر کې باله.
د الومړی ځل نه دی، چې د یمن پر پوځ مرګوني بریدونه کېږي.
وړاندې د یمن د یوې جنګي الوتکې پېښه کې تر ۲۷ ډېر پیلوټان او تخنیکي انجنیران ووژل شول.
یمن ویلي وو، چې پېښه د الوتکې د تخنیکي ستونزې له کبله رامنځ ته شوې.








