پاکستاني طالبان د نوي مشر پر ټاکلو غور کوي
- Author, طاهر خان
- دنده, اسلام آباد
په داسې حال کې چې پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله مسعود له وژل کېدا ایله یوه ورځ تېره شوې، پاکستاني طالبانو یې د ځای ناستي ټاکلو لپاره غونډه پیل کړې ده.
حکیم الله مسعود د تېرې جمعې په ورځ د شمالي وزیرستان په ډانډي درپه خېل سیمه کې د امریکا د ډرون په برید کې ووژل شو.
له ده سره د هغه پنځه نور ملګري هم ووژل شول.
نوموړی تېره شپه ناوخته خاورو ته وسپارل شو.
د طالبانومرکزي شورا اوس د نوي مشر لپاره مشورې پیل کړې چې د طالبانو سرچینې وایي لږترلږه څلور مشران پياوړي کاندیدان دې.
په احتمالې کاندیدانو کې د قوي کاندید د تحریک طالبان پاکستان د جنوبي وزیرستان سیمې د طالبانو مشر مشر خان سید دی چې مستعار نوم یې سجنا دی .
سربېره پر سجنا، په نورو احتمالي کاندیدانو کې د سوات د طالبانو مشر مولوي فضل الله او د مومندو د طالبانو مشر عمر خالد خراساني شامل دي.
د څوکۍ لېوال
د طالبانو د اورکزيو قبایلي سیمې مشر حافظ سعید هم د یو کاندید په توګه اوس مخې ته راغلی دی.
په ۲۰۰۷ کال کې د پاکستاني طالبانو د تحریک له پیلېدو ورسته په دودیز ډول د طالبانو د تحریک مشري مسیدو (مسعودو) کړې ده.
ځینې څېړونکي وایي د نوي طالب مشر ټاکل به د پاکستاني طالبانو لپاره یو ګران کار وي؛ ځکه چې د نورو سیمو طالبان هم د دې څوکۍ نیولوته لېواله ښکاري.
ځينې پاکستاني رسنۍ وایي چې د سوات په ګډون د ملاکنډ، باجوړ او مومندو طالبان د نوي مشر په مساله یوه خوله نه دي.
کله چې د پاکستاني طالبانو د تحریک بنسټګر بیت الله مسعود په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا د څارګرو الوتکو په برید کې ووژلی شو، نو هغه وخت د طالبانو مرستیال مولوي فقیرمحمد ځان د مشر په حیث اعلان کړ، خو وروسته د طالبانو مرکزي شورا حکیم الله مسعود نوی مشر وټاکل شو.

مولوې فقیر، چې د روان کال فبرورۍ کې افغانستان کې ونیول شو، وروسته د مرستیال په حیث لیرې کړای شو.
د طالبانو د مشر تر وژنې وروسته پاکستان کې امنیت ټینګ شوی، چې په تېر کې طالبانو د خپلو مشرانو د مرګ غچ اخیستو لپاره لوی بریدونه کړي دي.
د ترګوتوشوو معلوماتو ترمخه وزیرستان سره نژدې د ډیره اسماعیل خان په ښار کې په پوستو پوځ هم ځای پر ځای کړل شوی.
خلکو ته ویل شوي چې له شناختي کارډ پرته له خپلو کورونو بهر راونه وځي.
د حکیم الله وژنې د حکومت او طالبانو ترمنځ احتمالي خبرو ته لوی زیان رسولی دی او وزیرستان ته د یوه حکومتي پلاوي سفر لغوه شوی دی.
ټاکلې شوې وه د شنبې په ورځ له طالبانو سره د سولې د لومړیو خبرو لپاره یو پلاوی سیمې ته ورشي.
د کورنوچارو وزیر چوهدري نثار علي خان د امریکا تازه برید د سولې خبرې سبوتاژ کولو یوه هڅه بللې ده.








