امریکا د هسپانیانو ۶۰ میلیونه ټیلیفونونه څارلي

د هسپانوي رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا د ملي امنیت ادارې په هسپانیې کې د تېر دسمبر او جنورۍ میاشتو تر منځ په یوازې یوه میاشت کې شپېته میلیونه ټېلېفوني اړیکې په پټه څارلې دي.
دغه راپورونه وايي، د څارګرۍ دا تورونه د هغو اسنادو پر بنسټ لګول شوي، چې تښتېدلي امریکايي شنونکي اېډورډ سنوډن افشا کړي دي.
هسپانوي رسنۍ وايي، هغه معلومات چې د امریکا د ملي امنیت ادارې تر لاسه کړي، په هغوی کې د ټیلیفون کوونکي او تر لاسه کوونکي شمېرې او ځای شامل دي او د اړیکو محتوا یې نه ده تر لاسه کړې.
د اروپايي ټولنې یو پارلماني پلاوی به نن ( ۲۸ اکتوبر ) د امریکا له امنیتي چارواکو سره وګوري او پر اروپايي مشرانو او عامو وګړود امریکا لخوا د دې شکمنې څارګرۍ په اړه به معلومات وغواړي.
د دغه پلاوي مشر کلاوډ مورایس، بي بي سي ته وویل، د امریکا د څارګرۍ دغه کچه اندېښمنوونکې ده.
"هغه خبري سرټکي چې د ۳۵ مشرانو ټیلیفوني اړیکې ثبت شوې، د دې مسلې ریښتینی مرکزي ټکی نه دی. په دې کې د اندېښنې خبره دا ده، چې د بېلابېلو هېوادونو د میلیونونو وګړو مخابراتي اړیکې څارل شوې او ثبت شوې دي. لکه د تېرې اونۍ د څرګندونو له مخې، د میلیونونو فرانسویانو اړیکې څارل شوې دي، نو ریښتینې اندېښنه د ډله ییزې څارګرۍ او د دې مسلې د سترې کچې په اړه ده."
اروپايي اتحادیې برسلز کې د پنجشنبې پر ورځ پر دا ډول موضوع خبرې وکړې.
د جرمني چانسلرې انګلا میرکل په وینا، جرمني او فرانسه له امریکا سره د استخباراتي معلوماتو شریکولو د همکاریو په لړ کې پر نوې تګلاره غور کوي.
د جرمني لومړۍ وزیرې وویل، له امریکا سره د همکارۍ په لټه کې ده، خو ټینګار یې دا دی چې د شفاهي بښنې غوښتلو پرځای دغه هېواد عملاً کار وکړي.
پر همدې مهال، واشنګټن پوست ورځپانې د یوه جګپوړي امریکايي چارواکي له خولې وویل، چې امریکا لوېديځو استخباراتي سرویسونو ته د دوه اړخیزه همکاریو د افشا کولو خبرداری ورکړی.
د دغې ورځپاڼې په وینا، هغه معلومات چې اډوارډ سنوډن افشا کړي، کولی شي د هغو بېلابېلو هېوادونو استخباراتي همکارۍ په ډاګه کړي، چې ظاهراً ځینې یې له امریکا سره همکاري نه لري.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند هم د خپل هېواد د وګړو د ګرځنده تیلیفونونو اورېدل شویو مکالمو د خپرو شویو رپوټونو په اړه اندېښنه وښووله.
په دې دوه اړخیزه همکارۍ کې د روسیې، ایران او چین په څېر هېوادونو جاسوسي هم شامله ده.
هغې په تېره چارشنبې د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره پر تیلیفون د دې موضوع په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند هم د خپل هېواد د وګړو د ګرځنده تیلیفونونو اورېدل شویو مکالمو د خپرو شویو رپوټونو په اړه اندېښنه وښووله.
بل لور ته د جاپان له پلازمېنې ټوکیو نه راپورونه وايي، چې د امریکا د ملي امنیت ادارې په ۲۰۱۱ کال کې د جاپان له حکومته غوښتنه کړې وه، چې د هغو فایبر اپټیک کیبلونو په څار کې ورسره مرسته وکړي، چې د جاپان له لارې د اسیا ارام سمندر سیمې ته د خلکو شخصي مخابراتي اړیکې لېږدوي.
راپورونه وايي، له دې کاره موخه دا وه، چې امریکا ته پر چین د څارګرۍ اجازه ورکړل شي، خو جاپان دغه غوښتنه رد کړه.
په ټوکیو کې د بي بي سي خبریال وايي، د جاپان اساسي قانون له نورو هېوادونو سره په دفاعي او اسخباراتي چارو کې د همکارۍ اجازه نه ورکوي.
همداراز جاپان د هغو زرګونو شمېر استخباراتي معلوماتو راغونډوونکي پرسونل له کموالي سره هم مخامخ و، چې د دغسې سترو عملیاتو د پر مخ وړلو لپاره اړین و.








