د امریکا جاسوسي 'د ترهګرۍ ضد جګړه زیانمنوي'

د جرمني صدر اعظمې انګیلا میرکل وايي، جرمني او فرانسه د جاسوسۍ په باب د هغو انکشافاتو رابرسېره کېدو له کبله، چې ګواکې ټیلیفوني اړیکي یې څارل شوي، د امریکا له متحده ایالتونو سره د خبرو لړۍ پیلوي.
د هغې په وینا، له هغه وروسته، چې د بدګومانۍ تخم کرل شوی استخباراتي همکاري رامنځ ته کول نوره ستونزمنه کېږي.
خو هغې ټینګار وکړ چې د مخکې تګ لپاره یوه اساس پسې ګرځي، خو د سپینې ماڼۍ یوه ویاند جې کارني په وینا دغو انکشافاتو د امریکا او اروپايي متحدینو اړیکي خړپړ کړي دي.
جرمني د امریکا سفیر د لانورو توضیحاتو لپاره ورغوښتی دی.
انګیلام میرکل د اروپايي اتحادیې د لومړۍ ورځې پای کې وویل چې رامنځ ته شوې بې باوري له امریکا سره د معلوماتو شریکولو په لړ کې همکاري ستونزمه کړې ده.
دا لومړی ځل دی، چې اروپايي اتحادیه برسلز کې د پنجشنبې پر ورځ پر دا ډول موضوع غږېږي.
د اغلې میرکل په وینا، جرمني او فرانسه له امریکا سره د استخباراتي معلوماتو شریکولو د همکاریو په لړ کې پر نوې تګلاره غور کوي.
د جرمني لومړۍ وزیرې وویل، له امریکا سره د همکارۍ په لټه کې ده، خو ټینګار یې دا دی چې د شفاهي بښنې غوښتلو پرځای دغه هېواد عملاً کار وکړي.
پر همدې مهال، واشنګټن پوست ورځپانې د یوه جګپوړي امریکايي چارواکي له خولې ویلي چې امریکا لوېديځو استخباراتي سرویسونو ته د دوه اړخیزه همکاریو د افشا کولو خبرداری ورکړی.
د دغې ورځپاڼې په وینا، هغه معلومات چې اډوارډ سنوډن افشا کړي، کولی شي د هغو بېلابېلو هېوادونو استخباراتي همکارۍ په ډاګه کړي، چې ظاهراً ځینې یې له امریکا سره همکاري نه لري.

په دې دوه اړخیزه همکارۍ کې د روسیې، ایران او چین په څېر هېوادونو جاسوسي هم شامله ده.
اغلې میرکل له امریکا وغوښتل، چې د امریکا د محرمانه عملیاتو په باب د خپرو شویو رپوټونو په اړه توضیحات ورکړي.
هغې په تېره چارشنبې د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره پر تیلیفون د دې موضوع په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند هم د خپل هېواد د وګړو د ګرځنده تیلیفونونو اورېدل شویو مکالمو د خپرو شویو رپوټونو په اړه اندېښنه وښووله.
بل خوا، ایټالوي استخباراتو د خپل هېواد د وګړو په اړه د تیلیفوني او انټرنېټي اړیکو اورېدو په باب امریکا او برتانیا پړه بللي دي.








