جاپان کې ویفا توپان ۱۴ کسان وژلي

په جاپان کې د سیلابونو او ځمکې ښووېدنې له امله دیارلس تنه وژل شوي اوڅلوېښت تنه نور ورک دي. دا له تېرو څو کلونو راهیسې تر ټولو سخت توپان دی چې دغه هېواد ځپي.
د ویفا نومي توپان اوس د ځبل شوې فوکوشیما اتومي بټۍ په لور مخه کړې ده، چېرې چې د نورو سېلابونو د مخنیوي لپاره د باران اوبو د ایستلو لپاره واټرپمپونه اوبه بهر وباسي.
په ټول جاپان کې د سخت باد او باران له امله ترانسپورتي چارې له ستونزو سره مخامخ شوې دي.
دغه توپان له ارام سمندره د توکیو پر هونشو لوی ټاپو ورغلی دی.
بل خوا د ځمکې ښویېدو له کبله لږترلږه پنځه کسان وژل شوي دي.
د توپان له کبله د چارشنبې پر ورځ جاپان کې الوتنې ودرېدې، همداشان د اورګاډي سفرونه هم لغوه شوي او ښوونځي رخصت شوي دي.
یوه سیمه ییز چارواکي فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي "د ښاروالۍ کارکوونکو او د اوروژنې مامورینو د خلکو مرستې ته وردانګلي دي".
د جاپان تلوېزیون په یوه ټاپو کې داسې ستونزمنې سیمې شته، هلته د همکارۍ لپاره تګ ډېر ګران دی.
د لګېدلي توپان سرعت په یوه ساعت کې ۱۸۰ کیلومتره اټکل شوی.
د جاپان د هوا پېژندنې د ادارې په قول، "ویفا" توپان د چارشنبې پر ورځ د چاپان تر ټولو لوی ټاپو هونشو ته مخه کړې ده.











