زورورې زلزلې د ويلنګټن جنوبي سیمې لړزولي دي

يوې زورورې زلزلې د نوي زیلاند پلازمینې ویلنګټن جنوبي سیمې لړزولي دي.
د دغې زلزلې د دوو پرله پیسې ټکانونو له امله د اوښتي زيان او ويجاړيو په اړه په سملاسي ډول راپور نه دي ورکول شوي.
د زلزلې د لومړي ټکان زور د د ریکتر په کچه شپږ اعشاریه اته درجې او د دويم ټکان زور پنځه اعشاريه اووه درجې اټکل شوی دی.
د زلزلې ټکانونه د نوي زيلاند په مرکزي سيمو کې احساس شوي او خلک او کارګر اړ شوي چې له خپلو کورونو او ودانيو وتښتي.
راپورونه وايي چې د زلزلې له امله برېښنا پرې شوې او ځمکنی ترانسپورتي سيستم د لږ وخت لپاره ځنډول شوی دی.
سلګونه کسانو ته ويل شوي چې انتظار وباسي، ځکه چې د ريل ګاډي سفرونه هم د څه وخت لپاره ځنډول شوي دي.
دغلته چارواکي وايي هوايي ډګرونه پرانستي دي، خو پروازونه نه کېږي او ښايي تر پلټنو وروسته اجازه ورکړل شي.
د ويلنګټن ښاروال په ترانسپورتي سيستم کې ځنډ وړه ګډوډي بللې، خو ويلي يې دي چې د پراخو ويجاړيو په اړه نښې نښانې نه شته.
د مخابراتو په سيستم کې هم د ګډوډۍ او تراکم راپورونه ورکړل شوي دي.
تلويزيوني تصويرونه د ښيښو ماتې شوې ټوټې او هغه ټکانونه ښيي چې له امله يې خلک تېښتې ته اړ شوي دي.
څه باندې دوه نیم کاله مخکې د ریکتر په کچه شپږ اعشاریه درې درجې زلزلې د نوي زیلاند دویم لوي ښار کریس چرچ یوه برخه ونړوله او یو ۱۸۰ تنه یې ووژل.








