چين کې زورورې زلزلې لسګونه کسان وژلي دي

چارواکي وايي د چين په شمال لويديځ ولايت ګانسو کې يوې زورورې زلزلې لږترلږه ۵۰ کسه وژلي او ۳۰۰ نور يې ژوبل کړي کړي.
د امريکا د ځمک پېژندنې سروې د راپور پر بنسټ د ډنګشي په ښار کې د شوې زلزلې د زور کچه د رېکتر په حساب پنځه اعشاريه اته نوي درجې اټکل شوې ده.
خو د زلزلې مرکز ۹،۸ کيلومتره تر ځمکې لاندې و.
د ډنګشي چارواکي وايي زلزلې څو ودانۍ هم نړولې دي.
د چين حکومتي اژانس سنهوا خبر ورکړی چې د زلزلې له امله په ځينو سيمو کې د ځمکې ښوويدل پيل شوي دي.
په ګانسو کې ۵۰۰ پوليس ځای پر ځای شوي، خیمې او نور اړتيا وړ توکي اغېزمنو سيمو ته استول کېږي.
په بېجنګ کې د بي بي سي خبريال وايي د اور وژنې کسان او روزل شوي سپي زلزله ځپلو سيمو ته استول کېږي.
عيني شاهدانو ويلي هغه مهال چې د زلزلې ټکانونه پيل شول دوکانداران له خپلو هټيو او حکومتي کارکوونکي له خپلو دفترونو ووتل.
د دغې زلزلې له وېرې لسګونه زره کسانو خپل کورونه پرېښې دي.
زلزله سهار وختي شوې او یوه سیمه يیز خبریال ویلي د یوه ښار نژدې شل سلنه ودانۍ ړنګې شوې دي.
په ۲۰۰۸ کال کې په سچوان ولايت کې د شوې زلزلې له امله ۹۰زره کسان مړه شول او سلګونه زره نور بې کوره شوې دي.








