روحاني: د اتومي پروګرام پر سر خبرو ته چمتو يو

د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي له لویدیځ سره د خپل اتومي پروګرام په اړه داسې خبرو ته چمتو دی چې په وینا یې وخت یې مالوم او پایلې ولري.
نوموړي په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې ویل چې پر ایران لګول شوي بندیزونه جابرانه دي.
هغه د سوریې له خوا د کیمیاوي وسلو د نه کارولو کنوانسیون ته د غاړې ایښودلو هرکلی وکړ او د کیمیاوي وسلو کارول یې وغندل.
تر ښاغلي روحاني دمخه د ملګرو ملتونو کلنۍ عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما وویل د ښاغلي روحاني منځلاري دریځ هڅولی دی.
ولسمشر اوباما غونډې ته ویل له ایران سره د اتومي پروګرام په اړه یې د لانجې هواری باید وازمایل شي.
ښاغلی روحاني چې د روان کال په لومړیو کې د ایران ولسمشر شو د نړیوالو چارو په برخه کې خلاص دریځ خپل کړی دی.
پر ایران د لانجمن اتومي پروګرام له امله د ملګرو ملتونو او لویدیځ له خوا بندیزونه لګول شوي دي.
سره له دې چې تهران په وار وار ویلي چې یورانیم د سوله ییزو مقاصدو لپاره غني کوي، خو امریکا او متحدین یې او دغه راز اسراییل شک لري چې ایران د اتومي وسلې د جوړولو په لټه کې دی.
د ایران ولسمشر هغه خبره هم رد کړه چې ګواکې د ایران اتومي پروګرام ګواښ رامنځ ته کړی دی. هغه وویل د ګواښ خبره له یو خیال پرته بل څه نه ده.
د ښاغلي روحاني په ژبه ایران سیمې او نړۍ ته هیڅ خطر نه دې پېښ کړی او اتومي او د ډله ییزو وژنو وسلې د ایران په امنیتي او دفاعي سیستم کې ځای نه لري.
د ایران ولسمشر زیاته کړه چې موږ باید د خپلو ملي ګټو په خاطر د ایران د سوله ییز اتومي پروګرام په هکله شته اندیښنې لیرې کړو او د بې باورې د لیرې کولو په خاطر تهران د خپل اتومي پروګرام په هکله شفافو او پایله لرونکو خبرو ته چمتو دی.
هغه دغه راز پر ایران د لګول شویو بندیزونو د غندلو ترڅنګ د امریکا له خوا پر سوریې د کیمیاوي وسلو د کارېدنې له امله د پوځي بریدونو ګواښ هم وغانده.








