ایراني ولسمشر د اوباما لیک مثبت بللی
د ایران نوي ولسمشرحسن روحاني له لویدیځو خبري سرنیو سره په خپلې لومړۍ مرکې کې د ولسمشر اوباما لیک مثبت او جوړونکی بللی دی.
ښاغلي روحاني له این بي سي خبري آزانس سره په خبرو کې د راتلونکو وړتیاو په وړاندې د مثبتو ګامونو د اوچتولو خبرې کړې دي.
هغه وویل بشپړ واک لري چې د ایران د اتومي پروګرام په تړاو د یوې معاملې پر سره خبرې وکړي.
د سپینې ماڼۍ یوه ویاند ویلي، بارک اوباما ولسمشر حسن روحاني ته په یوه لیک کې اعلان کړی که ایران د اتومي وسلو د جوړولو په لټه کې نه وي نو امریکا تیاره ده چې د ایران د اتومي پروګرام لانجه حل کړي.




