د مصر کړکېچ: منځمهالي حکومت بيړنی حالت اعلان کړی

د مصر ولسمشرۍ وروسته له هغه چې د احتجاجيانو پر غونډ ځايونو د امنيتي ځواکونو يرغل پر مهال لسګونه کسان ووژل شول، د بيړني حالت اعلان کړی دی.
د احتجاجونو دغو ځايونو کې د پخواني ولسمشر محمد مرسي پلويان راغونډ شوي وو، چې د تېر جولای لومړيو کې د پوځ له لوری له دندې ګوښه کړی شو.
د مصر روغتيا وزارت ويلي د چارشنبې پېښو کې ۱۴۹ کسان وژل شوي دي.
خو اخوان المسلمين چې د دغو احتجاجونو تر شا وو، وايي په پېښو کې څه د پاسه ۲۰۰۰ کسان مړه شوي دي.
بېړنی حالت په ځايي وخت د چارشنبې له غرمې وروسته ۴:۰۰ بجو پيل شوی او يوه مياشت به روان وي.
د قاهرې په ګډون په ۱۱ ولايتونو کې ګرځبنديز هم لګېدلی، چې په ځايي وخت د ماښام له ۷:۰۰ بجو پيلېږي.
د مصر ولسمشرۍ اعلاميې ويلي دغه تدبير ځکه نيول شوی، چې "د هېواد امنيت او نظم د قصدي ورانکارۍ او پر عامو او خاصو ودانيو بريدونو او هم د توندلارو ډلو له لوري د وژنو له امله له خطر سره مخامخ و".
د مصر مرستيال ولسمشر محمد البرادعي د تاوتريخوالي پېښو پايله کې له منځمهالي حکومته د استعفا اعلان کړی دی.
ښاغلي البرادعي يوه اعلاميه کې چې رسنيو ته يې استولې ويلي: "زه د هغو پرېکړو مسئوليتونه پر غاړه نه شم اخيستی چې ورسره موافق نه يم، او له پايلو یې وېره لرم. زه د يوه څاڅکي وينې مسئوليت نه شم اخيستی".
ده ويلي د راغونډو شويو خلکو لرې کولو لپاره نورې لارې چارې هم وې، خو زياته کړ يې ده "هغوی چې له ننيو پېښو ګټه اخلي د تاوتريخوالي او ترهګرۍ بلونکي او سختې توندلارې ډلې دي".
د وينې تويونې پېښې
د چارشنبې له سهار سپېده داغ لږ څه وروسته پوځي بلډوزرونه د قاهرې ختيځ رابعه العدويه جومات بهر د احتجاجيانو پنډغالي سيمې پر لور وړاندې ننوتل.
چارواکي وايي له قاهرې پوهنتون سره څېرمه د النهضة ميدان/ډګر له احتجاجيانو پاک شوی دی.
خبريالانو د نښتو ځايونو داسې انځورونه کړې چې پر ډګر جوړو شويو رغتونونو کې د مړو تر څنګ د ټپيانو درملنه کېږي.
راپورونه وايي چې د اخوان المسلمين مخور مشر محمد البلتاجي ۱۷ کلنه لور هم نښتو کې مړه شوې ده. د اسماء البلتاجي ورور ويلي چې خور يې پر شا او سينه ويشتل شوې ده.
د ګلف نيوز خبرياله حبيبه احمد عبد العزيز او د سکای نيوز کامره من مېک ډين هم وژل شوي دي.
سپينې ماڼۍ د وينې تويونې دغه پېښې غندلې او ويلي يې دي "تاوتريخوالی په مخامخ ډول د هغو ژمنو پر ضد روان دی چې منځمهالي حکومت يې د روغې جوړې راکتلو کې کړې وې".
د ملګريو ملتونو سرمنشي بانکيمون ټول مصريان هڅولي "چې خپلې هلې ځلې د ريښتينې روغې جوړې پر ټينګښت راغونډې کړي."
د مصر له نورو برخو هم د ناراميو راپورونه ورکړل شوي دي.
- رويټرز خبري اېجنسۍ ويلي د قاهرې جنوب فيوم کې د نښتو پر مهال ۳۵ کسان مړه شوي دي.
- د مصر روغتيا وزارت وايي په سويز کې لږترلږه ۵ کسان وژل شوي دي.
- په شمالي ولايتونو هره يوه اسکندريه، بحيره او هم مرکزي ولايتونو اسيوط او المنيا کې د نښټو راپورونه ورکړل شوي دي.
- ويل شوي په جنوب اسوان کې د والي دفتر ترمخ سلګونه خلک راغونډ شوي وو.
- د مېنا په نامه دولتي خبري اېجنسۍ ويلي پر دريو کليسا ګانو بريد شوی، چې يوه يې د ډېری قبطي مسيحيانو استوګنې ولايت په سوهاج کې وه.
دا لا تر اوسه هم څرګنده نه ده چې له احتجاجيانو د قاهرې دوو ځايونو پاکولو عملياتو کې څومره مرګژوبله شوې ده. شمېرې په پراخ ډول سره توپير کوي، او په خپلواکه توګه يې پخلی ناشونی دی.
د بی بي سي عربي څانګې خبريال خالد عز العرب وايي د رابعه العدويه جومات سره نژدې په بيړنۍ توګه جوړ شوي روغتون کې يې ۵۰ مړي شمېرلي دي. ده ويلي ټپيان دومره ډېر و، چې نه شوی شمېرل کېدی.
د زغم غږونه

د لاريونيانو پر غونډځايونو د مصر امنيتي ځواکونو يرغل په اړه پياوړي نړيوال غبرګونونه څرګند شوي دي.
د سپينې ماڼۍ وياند جوش ارنسټ يوه خبري کنفرانس ته وويل حکومت يې په وار وار د مصر پوځ او امنيتي ځواکونه هڅولي چې زغم وساتي او په پياوړی ډول د بيړني حالت د اعلان مخالفت کوي.
اروپايي ټولنې د مرګژوبلې راپورونه "د خورا زياتې اندېښنې" وړ بللي دي.
د اروپايي ټولنې بهرنۍ تګلارې مشرې کاترين اشټون يوې اعلاميې ويلي: "موږ بيا ټينګار کوو چې تاوتريخوالی هېڅ حل نه شي راوستی، او موږ مصري چارواکي هڅوو چې تر لوړې کچې زغم وساتي."
د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوګان د لاريونيانو غونډ ځايونو پاکولو عمليات ټولوژنه بللې، او پر نورو هېوادونو يې تور لګولی چې د چوپتيا په غوره کولو يې تاوتريخوالي ته لار هواره کړې ده.
ده پر ملګريو ملتونو او عربي نړۍ غږ کړی چې سمدلاسه ګام پورته کړي.
د بريتانيا بهرنيو چارو وزير وېليم هېګ هم د زورکارونه غندلې ده.








