امريکايي سناتورانو مصر هڅولی بنديان خوشي کړي

د امريکا دوو مخورو سناتورانو قاهرې ته د يو سفر پر مهال د مصر منځمهالی حکومت چې پوځ يې ملاتړ کوي، هڅولی چې ټول سياسي بنديان خوشي کړي.
جان مکېن او او لېنډزي ګراهام د داسې ملي خبرو اترو غږ هم کړی چې ټول ګوندونه او خواوې په کې شاملې وي.
دوی دغه خبرې په قاهره کې د مصر وسله والو ځواکونو له مشر سره له خبرو وروسته کولې، چې د دغه هېواد سياسي کړکېچ پای ته رسولو ډيپلوماټيکو هلو ځلو يوه برخه يې جوړوي.
له هغه راهيسې چې ولسمشر مرسي د جولای پر ۳ مه د پوځ له لوري له واکه لرې کړی شوی، په دغه هېواد کې د تاوتريخوالي پېښو پر مهال څه د پاسه ۲۵۰ کسان وژل شوي دي.
ښاغلی مرسي او د اخوان المسلمين يو شمېر نورې مخورې څېرې اوسمهال د بېلابېلو تېريو په شک نيول شوي دي.
د دوی پلويان واک ته د ښاغلي مرسي بېرته ستنولو غوښتنه کوي، يو داسې څه چې منځمهالی حکومت ټينګار کوي وبه نه شي.
د سې شنبې (اګست ۶ مې) پر ورځ سناتور مکېن وويل څه چې په مصر کې پېښ شوي، په راتلونکو اوونيو کې به "ډېر مهم" وي او "هم پر دغه هېواد او هم پراخ منځني ختيخ به پرېکنده اغېز ولري".
ده زياته کړه "باوري يوو چې مصر به لا اوس هم د ټولو په ګډون ډيموکراسۍ په توګه کار وکړي، چې دغې سيمې او نړۍ ته الهام ورکولی شي، اوموږ به دلته پر لارې هر ګام کې د خپلو ملګريو ملاتړ کوو."

دواړه سناتوران چې د جمهوري غوښتونکو له ګونده دي، د ولسمشر اوباما په غوښتنه مصر ته په سفر تللي دي.
سناتور مکېن خپلو خبرو کې زياته کړه "موږ د سياسي بنديانو خوشي کولو هڅونه کړې ده. د ملي خبرو اترو ترسره کول مو وهڅول چې ټولې هغه ډلې په کې شاملې وي چې له تاوتريخوالي ډده کوي. په ځواکمن ډول مو د دې خبرې هڅونه وکړه چې اساسي قانون کې بدلون لپاره مهالوېش وټاکل شي، پارلماني ټاکنې بيا ورپسې د ولسمشرۍ ټاکنې وشي".
لېندزي ګراهام بيا وويل مصر د داسې کندې پر څنډه دی چې ورور په کې ورو وژني، او هر څوک دغه هېواد ته په ګډوډۍ کې د ورښويېدلي حالت په سترګه ګوري.








