"ښايي مصر کې د پخلاينې هڅې ماتې سره مخامخ شي"

بهرنيو منځګړو چې په مصر کې د ملي پخلاينې لپاره دغه هېواد ته تللي، خبرداری ورکړی چې ښايي هڅې يې له ماتې سره مخامخ شي.
يوه مشهور امريکايي سناتور په مصر کې په نژدې راتلونکې کې د زياتو احمتالي وينو توييدو خبر ورکړی دی.
دوو امريکايي سناتورانو جان مک کين او ليندزي ګراهام مصر ته د سفر پر مهال د دغه هېواد له حکومته چې د پوځ ملاتړ ورسره دی، غوښتي چې سياسي زندانيان خوشې کړي.
دغو دواړو سناتورانو د محمد مرسي لرې کېدل "کودتا" بللې او خبرداری يې ورکړی چې دموکراسي د ثبات يوازنی مشروع لار ده.
دوی دغه راز د ملي خبرو اترو د ترسره کېدو غوښتنه کړې، چې اخوان المسلمين هم په کې راځي.
د مصر موقت ولسمشر عدلي منصور دغه څرګندونې رد کړي او هغه يې د "مصر په کورنيو چارو کې مداخله" بللې ده.
اخوان المسلمين هم په يوه ډول د دغو دوو سناتورانو پر هڅو نيوکه کړې ده.
د اروپايي ټولنې، قطر او عربي متحد اماراتو استازي هم د دغې کشالې د هواري په موخه په مصر کې دي.
اوس هغه اندېښنې مخ په زياتېدو دي چې ښايي د مصر پوځ د لرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي پر پلويانو چې د ده د بېرته ولسمشر کېدو لپاره اعتراضونه کوي، د تاوتريخوالي زمينه برابره کړي.

مصر له هغه وروسته چې پوځ محمد مرسي لرې کړی، په کړکېچ کې دی.
د راپورونو له مخې له هغه وروسته چې ښاغلی مرسي د جولای پر ۳مه لرې شوی د اعتراضونو پر مهال په مصر کې ۲۵۰ کسه وژل شوي دي.
د جولای له دريمې راوروسته چې د محمد مرسي حکومت چپه شو، ښاغلی مرسي او د اخوان المسلمين څو نورې مشهورې څېرې په يوه نامعلوم ځای کې په توقيف کې دي.
د دوی زرګونه ملاتړي په مصر کې لارو کوڅو ته راوتلي او بېرته محمد مرسي د ولسمشر په توګه چې د دوی په خبره د ازادو او عادلانه ټاکنو له لارې ټاکل شوی، غواړي.
کودتا
جان مک کين او ليندزي ګراهام د محمد مرسي لرې کول "کودتا" بللې؛ هغه ټکی چې امريکا پرېکړه کړې له هغه به استفاده نه کوي.
دوی دواړه د دوشنبې په ورځ د اګست پر پنځمه د ولسمشر اوباما په غوښتنه مصر ته ولاړل چې د مصر له کړکېچ سره د نړېوالو منځګړو په توګه مرسته وکړي.
مک کېن او ګراهام تېره ورځ (اګست، ۶مه) د لنډمهالي حکومت له مرستيال ولسمشر محمد البرادعي، لومړي وزير حازم ببلاوي او د پوځ له مشر عبدالفتاح السيسي سره وکتل.
دوی دغه راز د ازادۍ او عدالت د ګوند له غړو سره، چې د اخوان المسلمين سياسي څانګه ده، هم وکتل.








