د مرسي پلویان وايي له خپل دریځه به وانه وړي
د لیرې کړل شوي مصري ولسمشر محمد مرسي پلویان وايي دوی به د هغه په بیا واکمنېدو ټینګار کوي.
دغه څرګندونې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر ویلیم برنز سره له خبرو وروسته څرګندېږي.
ښاغلي برنز د موقت حکومت له چارواکو سره هم لیدلي.
ولیم برنز او اروپايي استازی د دې لپاره قاهره کې دی، چې د دغه هېواد سیاسي بحران ته یو حل ومومي، چې له واکه د محمد مرسي له لېري کولو وروسته یوه میاشت مخکې پیل شو.
د یکشنبې په ورځ د موقت حکومت له مشرانو او اخوان المسلمین ګوند سره نورې خبرې هم پام کې دي.




