مصر کې د جوړ جاړي لپاره ګډه غوښتنه

له هغه وروسته چې د مصر موقت حکومت دغه هېواد کې د روان بحران د حل لپاره د نړبوالو هڅو د نابریالیتوب خبره وکړه، د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي اتحادیې له ټولو لوریو غوښتي، چې یوه جوړ جاړي ته ورسېږي.
په یوه ګډه بیانیه کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېري او د اروپايي اتحادیې استازې کېتهراین اشټن پر موقت مصري حکومت د جوړ جاړي د بهیر پیل کولو غږ کړی، دوی دغه راز د سیاسي قیدیانو د سملاسي ازادۍ غوښتنه کړې.
بل لور ته د مصر موقت لومړي وزیر حزیم الببلاوي ویلي، د اخوان المسلمین د احتجاجي کمپونو لېرې کولو پرېکړه حتمي ده او دا چې د تشدد مخه به په بشپړ زور سره ونیوله شي.
دوو امريکايي سناتورانو جان مک کين او ليندزي ګراهام مصر ته د سفر پر مهال
محمد مرسي لرې کېدل "کودتا" بللې او خبرداری يې ورکړی چې دموکراسي د ثبات يوازنی مشروع لار ده.
دوی دغه راز د ملي خبرو اترو د ترسره کېدو غوښتنه کړې، چې اخوان المسلمين هم په کې راځي.
د مصر موقت ولسمشر عدلي منصور دغه څرګندونې رد کړي او هغه يې د "مصر په کورنيو چارو کې مداخله" بللې ده.
اخوان المسلمين هم په يوه ډول د دغو دوو سناتورانو پر هڅو نيوکه کړې ده.
د اروپايي ټولنې، قطر او عربي متحد اماراتو استازي هم د دغې کشالې د هواري لپاره په مصر کې دي.
اندېښنې
اوس هغه اندېښنې مخ په زياتېدو دي چې ښايي د مصر پوځ د لرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي پر پلويانو چې د ده د بېرته ولسمشر کېدو لپاره اعتراضونه کوي، د تاوتريخوالي زمينه برابره کړي.
جان مک کين او ليندزي ګراهام د محمد مرسي لرې کول "کودتا" بللې
مصر له هغه وروسته چې پوځ محمد مرسي لرې کړی، په کړکېچ کې دی.
د راپورونو له مخې له هغه وروسته چې ښاغلی مرسي د جولای پر ۳مه لرې شوی د اعتراضونو پر مهال په مصر کې ۲۵۰ کسه وژل شوي دي.








