بو بکر کیتا د مالي ولسمشریزې ټاکنې وګټلې

د مالي د ولسمشریزو ټاکنو دویم پړاو مخکني لومړي وزیر بو بکر کیتا ګټلی او د هغه ټاکنیز سیال سومیلا سیسي د کیتا بریالیتوب منلی.
ښاغلي سيسي چې د مالیې پخوانی وزیر دی، ښاغلي کیتا ته د مبارکۍ پیغام لېږلی دی.
دا ټاکنې په مالي کې تر یوه کال کړکېچونو وروسته ترسره شوې چې په هغو کې د دغه هېواد په شمال کې د طوارق په نوم اسلامپالو ډلې په وړاندي د فرانسې په مشرۍ پوځي عملیات او کودتا هم شامل وو.
ښاغلي کیتا تر ټاکنو د مخه ویلي وو چې سوله او ثبات دده د کارونو په لومړي سر کې دی.
د افریقا په لوېديځ کې د پراته مالي د دغو ټاکنو څارنې ته نړیوال او سیمه ییز څارونکي ګومارل شوي وو.
څارونکي
د اروپايي اتحادیې له لوري پر ټاکنو د څار ډلې مشر لویس میشل ویلي چې "د دیموکراتیکو معیارونو له مخې، دا بریالۍ ټاکنې دي. مالي ته دغه ټاکنې د دیموکراسۍ پر لور د یوه بریالي ګام په توګه تمامې شوې".
په تېره جنورۍ کې فرانسې د مالي شمالي سیمو ته د القاعدې اړوندو سخت دریځو اسلامپالو د ځپلو لپاره پوځيان واستول.
پاریس اوس هڅه کوي چې مالي کې خپل زر پوځيان راکم کړي، ځکه چې هلته ورو- ورو د ملګرو ملتونو سوله ساتو ځواکونو ته امنیتي چارې سپارل کېدونکې دي.
ملګري ملتونه مالي کې ۱۲۶۰۰ سوله ساتونکي پوځيان لري.
زیاتره څارونکو تر ټاکنو مخکې د ښاغلي کیتا د بریالیتوب اټکل کاوه.
کیتا د تېر جولای پر ۲۸ لومړي پړاو ټاکنو کې ۴۰ سلنه رایې وګټلې.
هغه ژمنه کړې وه، چې امنیت راوستلو ته به لومړیتوب ورکوي.
تمې
دیپلوماتان تمه لري چې د کیتا دغه بریا اوس د هېواد د شمالي سیمو طوارق اورپکو ته د سولې څرګند او قوي پیغام دی، چې په لړ کې یې کیتا د پوځ د اصلاح او له فساد سره د مبارزې ژمنې هم کړې دي.
مالي ته د ملګرو ملتونو استازي بیرټ کویندرز ویلي چې "د سولې او پخلاینې پر لور دا د لېږد یو مهم پړاو دی".







