د مالي ولسمشریزې ټاکنې ابراهیم بوبکر ګټلې
د مالي پخوانی لومړی وزیر ابراهیم بوبکر ددغه هېواد د ولسمشرۍ ټاکنو دویم پړاو ګټلی او دده سیال سومایلا سي سي کیتا د هغه بریالیتوب منلی.
ښاغلي سي سي چې د مالیې پخوانی وزیر دی، ښاغلي کیتا ته د مبارکۍ پیغام لېږلی.
دا ټاکنې په مالي کې تر یوه کال کړکېچونو وروسته تر سره شوې چې په هغو کې د دغه هېواد په شمال کې د طوارق په نوم اسلامپالو ډلې په وړاندي د فرانسې په مشرۍ پوځي عملیات او کودتا هم شامل وو.
ښاغلي کیتا تر ټاکنو دمخه ویلي و، چې سوله او ثبات دده د کارونو په لومړي سر کې دی.




