مالي کې ولسمشریزې ټاکنې کېږي
مالي کې د دویم ځلي ولسمشمریزو ټاکنو لپاره خلک د رایې کاروونې مرکزونو ته ځي.
دغه هېواد کې له یوه کال ناکراریو وروسته د جمهوریت او ثبات راوستو په هیله ټاکنې کېږي.
دې کې یوه کودتا او د دغه هېواد په شمال کې د اسلامپاله او طوارق جنګیالو پر ضد د فرانسې په مشرتابه پوځې مداخله هم شامل دي.
شمال کې د رایې کاروونې لپاره یو اوربند نوی حکومت اړباسي، چې له بېلتون غوښتونکو سره د دوو میاشتو په مودې کې د سولې خبرې پیل کړي.
رایې کاروونکي به د پخواني لومړي وزیر ابراهیم بوباکر کېتا او د اقتصاد د پخواني وزیر سومالیا سایسي څخه یوه ته رایې ورکړي.




