مالي کې د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنې کېږي

په مالي کې خلک د ولسمشرۍ د دویم پړاو په ټاکنو کې رایې اچوي.
ډېری خلک په دې ګومان دي چې پخوانی صدراعظم ابراهیم بوبکر کیتا به چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې یې په سلو کې ۴۰ رایې وګټلې وې د ماليې پخواني وزیر سومایلا سسي ته ماتې ورکړي.
په مالي کې د ولسمشرۍ ټاکنې له څه باندې یو کلن ناآرامۍ وروسته چې په ترڅ کې یې یوه کودتا وشوه او د مالي په شمالي سیمو کې د اسلامپالو یاغیانو پرضد د فرانسې په مشرۍ پوځي عملیات وشول ترسره کېږي.
په دې ټاکنو کې به ګټوونکی د مالي د بیارغولو لپاره څلور ملیاردو ډالر بهرنۍ مرسته سمبالوي.
په داسې حال کې چې فرانسه له مالي نه خپل ۳۰۰۰ پوځیان وباسي د ملګرو ملتونو ۱۲۶۰۰ سوله ساتي پوځیان په مالي کې دیره دي.
ملګرو ملتونو د ولسمشرۍ د ټاکنو پر اهمیت ټینګار کړی او وايي چې له دې سره به اساسي قانون پلي شي او د ملي روغه جوړه به پیل شي.
په همدې حال کې د مالي د اساسي قانون محکمې هغه ادعاوې رد کړي چې وايي د اروپايي اتحادیې له خوا د څارونکې ډلې مشر لویس مایکل په مالي کې د ولسمشرۍ ټاکڼې د شفافیت له امله ستایلي دي.
د یکشنبې په ورځ د ټاکنو له دوهم پړاو نه دمخه چې په ټول مالي کې ورته د رایې اچونې ۲۱۰۰۰ مرکزونه پرانستل شوي دي ښاغلي مایکل ویلي و چې ټاکنو ته تیاریو حیران کړی دی.
د کاندیدانو ژمنې
ښاغلي کیتا له رایې ورکوونکو نه غوښتنه کړې چې د ټاکنو په دوهم پړاو کې ده ته رایې ورکړي چې په روښانه توګه دی اکثریت وګټي.
نوموړي خبریالانو ته وویل یوه نوي پیل ته اړتیا ده او د ټاکنو له ګټلو وروسته به یې لومړیتوب د روغې جوړې وي.
ده وویل هڅه به یې د یوې ریښتنې سولې لپاره وي.
۶۸ کلن ابراهیم بوبکر کیتا د مذهبي مشرانو له ملاتړه برخمن دی او دغه راز د ټاکنو د لومړي پړاو له ۲۵ نه ۲۲ کاندیدان هم د هغه ملاتړ کوي.
۶۳ کلن سومایلا سسي بیا د تعلمي نظام د ښه کولو، کاري زمینو د برابرولو او پوځ کې د اصلاحاتو ژمنه کړې ده.
نوموړي د ښاغلي کیتا په پرتله ډېر ځله په عام محضر کې تېرکال پر پوځي کودتا نیوکې هم کړې دي.
سومایلا سسي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د ټاکنو په دوهم پړاو کې د خپل بري په هکله ځکه باوري دی چې په وینا یې هرڅه له صفر نه ترسره کېږي.








