عراق کې يو لړ بمي چاودنو ۳۱ کسه وژلې دي

په عراق کې د تاوتريخوالي په وروستيو بريدونو کې یو لړ بمي چاودنو په دغه هېواد کې لږترلږه ۳۱ کسه وژلي دي.
د راپورونو پر بنسټ ۱۵ کسه د مقداديه په ښار کې چې د پلازمېنې بغداد شمال ختيځ لوري ته ۸۰ کيلومتره لرې پروت دی، وژل شوي دي.
د مداين په ښار کې له يوه سماوات سره نژدې يوه بمي بريد دوه کسه وژلي دي.
دغه راز د ۱۴ شيعه ګانو جسدونه چې په سر په مرميو ويشتل شوي د پلټنې په يوه تقلبي پوسته کې پيدا شوي، چې سني ملېشو د بغداد د شمال په ۲۰۰ کيلومترۍ کې جوړه کړې وه.
ځايي چارواکي وايي دغه پوسته په نيم ساعت کې جوړه شوې وه او په همدې موده کې ملېشو د هغو اسنادو له مخې چې قربانيانو سره و، پرته له ځنډه وژلې دي.
دغه تقلبي پوسته له هغه وروسته دغلته جوړه شوې وه، چې د سليمان بک له ښار سره نژدې د امنيتي ځواکونو پوسته له بريده وروسته، لرې شوې وه.
يو راپور وايي په مقدايه کې چاودنه پر داسې مهال شوې چې خلک يوه سماوات ته د روژه ماتي لپاره ورټول شوي وو.
په عراق کې خبريالان وايي هغه واړه هوټلونه چې له روژه ماتي وروسته د شپې مهال پرانستي وي، د ملېشو په يوه هدف ګرځېدلي دي.
جولای خونړۍ مياشت
په تېرو څو مياشتو کې د سني او شيعه مذهبو ترمنځ د تاوتريخوالي کچه پورته شوې او په دغه هېواد کې تاوتريخوالی زيات شوی دی.
د ملګرو ملتو د وروستي خپور شوي راپور پر بنسټ، د تاوتريخوالي دغو پېښو يوازې د اپريل، مې او جون په مياشتو کې ۲۶۰۰ کسه وژلي دي.
د (عراق د جسدونو د شمېرلو) ډله چې په دغه هېواد کې کورنۍ تاوتريخوالی تعقيبوي وايي، يوازې په روانه ميلادي مياشت کې د وژل شويو شمېر ۷۵۰ ته رسېدلی او په يوه کال کې تر ټولو خونړۍ مياشت بلل کېږي.
کتونکي وايي د سوريې د کورنۍ جګړې دوام په عراق کې فرقه يي شخړو ته لمن وهلې ده.
سني جنګيالي دغه راز له عراق نه ځانونه سوريې ته رسوي، چې د بشار الاسد د حکومت پر ضد د پاڅون کوونکو ملاتړ وکړي.








