"ځانمرګي" برید عراقي پوځيان په نښه کړي

د عراق شمالي موصل ښارکې پر یوه پوځي کاروان "ځانمرګي" د ګڼو پوځيانو په ګډون لږترلږه نهه ویشت کسان وژلي.
رویټرز خبري اژانس د پولیسو له خولې ویلي، چې یوه "ځانمرګي" برید کوونکي د دوشنبې پر ګهیځ پر یوه پوځي کاروان برید وکړ.
عراق کې د بي بي سي خبریال وايي، په برید کې ۲۵ کسان ټپیان هم دي.
دغه برید د عراق د تازه خونړیو بریدونو د لړۍ وروستی هغه دی.
د روانې روژمې مبارکې میاشتې له پیله تر اوسه عراق کې د بېلابېلو بریدونو له کبله لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
"د بندیانو تېښته"
بل خوا، عراقي چارواکو ویلي، چې وسله والو د چاودېدونکو توکو او هاوان په کارولو سره د بغداد لوېديځ التاجي او ابو غریب زندانونو بریدونه کړي، چې د امنیتي کسانو او برید کوونکو ترمنځ نښتې څو ساعته دوام کړی.
د برید پایله کې ځینې بندیان تښتېدلي.
د امنیتي کسانو او وسله والو برید کوونکو ترمنځ نښټه کې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
فرانس پرېس خبري اژانس د چارواکو له خولې ویلي، چې "لږترلږه د تېرې یکشنبې ورځې د ماښام په برید کې، چې د دوشنبې تر ګهیځه یې دوام وکړ، ۱۲ پوځيان وژل شوي.
د عراقي پولیسو یوه جګړن د نوم نه ښوولو په شرط ویليو چې اووه بندیان له ابو غریب زندانه د نښتې پرمهال تښتېدلي.
خو ځینو سخت دریځو ډلو پر خپلو انټرنېټي وېبپاڼو لیکلي چې "زرګونه بندیان په تېښته بریالي شوي".
ځینې رپوټونه وايي، چې امنیتي کسانو وضعیت ارام کړی دی.
د عراق د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې "د بغداد امنیتي قطعې د پوځ په ملاتړ پر التاجي او ابو غریب زندانونو بریدونه کنټرول کړي دي".








