عراق کې چاودنو شپږ کسان وژلي
د عراق د پلازمېنې بغداد بهر په دوو بمي بریدونو کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
چارواکي وايي یوه چاودنه د بغداد په شمال د تای سیمې په یوه مارکېټ کې شوې او یوې بلې د سني ملېشو مشر په نښه کړی دی.
د شنبې په ورځ د موټر بم په چاودنو کې شاوخوا سلو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.




