وسله والو د عراق موصول کې ۹ پوليس وژلي

د عراق په شمالي ښار موصل کې وسله والو د پولیسو پر یوه مرکز برید کړی، چې له امله یې نهه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د بریدګرو د مرګ ژوبلې په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی.

په یوه راپور کې راغلي، کله چې د بېړنیو چارو کارکوونکي سیمې ته ورغلل یو سړک غاړې بم وچاود، چې دوه نور کسان یې ټپیان کړل.

خبریالان وايي، په عراق کې د تاوتریخوالي له ورستي زیاتوالي راهیسې دغه سیمه د سني لږه کیو اورپکو لپاره په یوه مورچه بدله شوې ده.