د ای اېس ای پر دفتر ځانمرګي برید مرګ ژوبله اړولې

د پاکستان په جنوبي سند ولايت کې په چاودنو کې چې بمي بريدونه ښکاري لږترلږه ۵ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان شوي دي.
دولتي ټلوزيون ويلي وسله والو په سکر ښار کې د پاکستان استخباراتي اېجنسۍ او نورو امنيتي دفترونو سره ۴ بمي چاودنې کړې دي.
سکر د سند له مرکزي ښار کراچۍ نه د شاوخوا ۵۰۰ کيلو مترو په واټن پروت دی.
نژدې لسو په وسلو سمبالو کسانو لومړی د ودانۍ پر ساتونکو برید کړی دی.
د پاکستان ملي تلوېزیون ویلي، چې برید کوونکو حکومتي ودانۍ کلابندې کړې، او نورو برید کوونکو پر یوه بل دفتر بریدونه کړي.
تر اوسه د دغه برید پړه چا نه ده منلې.
د راپورونو له مخې د درېيمې ودانۍ چت رالوېدلی، چې وېره ده خلک یې تر کنډوالو لاندې بند پاتې وي.
یوې سرچینې د پاکستان ډان ورځپانې ته ویلي، چې وژل شویو کې د ای ایس ای څلور چارواکي هم دي، چې یو په کې د دغه سازمان مرستیال مشر زیشان دی.
د نورو ای اېس ای وژل شویو چارواکو نومونه عزیزالله، اصغر علي او نذیر احمد ښودل شوي، خو ډان وايي، چې تر اوسه کومې رسمي سرچینې د دوی وژل کېدل نه دي تایید کړي.
د برید سیمې ته څېرمه د ای اېس ای دفتر سربېره، د ملکي ادارو افسرانو او د قاضیانو د اوسېدو ځایونه هم دي.
چارواکيو ويلي پوليسو د پېښې سيمې ته اضافي ځواکونه استولي، او زياته کړې يې ده لا تر اوسه روښانه نه ده چې د دغو بريدونو ترشا څوک دي.
له هغه راهيسې چې نوي لومړي وزير نواز شريف د لومړي وزير خپلې دندې لوړه کړې، د پاکستان بېلابېلو برخو کې يو لړ بمي بريدونه شوي چې پړه يې د پاکستان طالبانو په ګډون پر اورپکو ډلو اچول شوې ده.
څارونکي وايي ښاغلی شريف چې د ترهګرۍ پر وړاندې يې د نويو ګامونو ژمنه کړې، تر درانه فشار لاندې دی، چې روښانه کړي د وينې تويونې بهير ته د پای ايښودلو څه ډول نيت لري.
لومړي وزیر نواز شریف دغه برید په کلکو ټکو غندلی دی.








