د عوامي نېشنل ګوند دفتر چاودنه کې ۱۰ کسان وژل شوي

چاودنه د عوامي نیشنل ګوند د کاندید امان الله مسید د دفتر مخې ته وشوه.
د عکس تشریح، چاودنه د عوامي نیشنل ګوند د کاندید امان الله مسید د دفتر مخې ته وشوه.

پاکستان کې د ټاکنو لپاره د رایې اچوونې بهیر پیل شوی، خو ورسره د تشدد لړۍ هم روانه ده.

کراچۍ ښار کې د عوامي نیشنل ګوند د کاندید امان الله مسید دفتر ته څېرمه چاودنه شوې، چې په کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۳۶ ټپیان دي.

چاودنه د قاید اباد سیمې دواود څلور لارې ته څېرمه د عوامي نیشنل ګوند د کاندید امان الله مسید د دفتر مخې ته وشوه.

د چاودنې پر مهال امان الله مسید دفتر کې موجود و، ویل کېږي، چې نوموړی ټپي شوی دی.

بل لور ته د بلوچستان ایالت د برکهان سیمې په وټاکلي کې د رایې اچوونې یو مرکز، چې په ښوونځي کې جوړ شوی وو، په راکټونو ویشتل شوی.

پر یاد مرکز درې توغندي توغول شوي دي، چې له کبله دغه مرکز وران شوی دی.

د بلوچستان په نوشکي سیمه کې هم نامعلومو کسانو پنځه توغندي ویشتلي، چې له کبله یې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بلوچستان کې تر اوسه توندلارو بیلتون غوښتونکو د رایې اچوونې نژدې ۳۰ مرکزونو ته زیان اړولی. دغه ایالت کې د بلوڅانو ملت پالو ګوندونو د ټاکنو پر مهال درې ورځنی اعتصاب کړی.

هلته د خیبر پښتونخوا ایالت په بر دیر کې تېره شپه ( مې ۱۰ ) وسله والو پاکستاني طالبانو یوه خبر پاڼه وېشلې، چې په کې له خلکو غوښتي، چې مېرمنې پرې نه ږدي، د رایې اچوونې مرکزونو ته لاړې شي.

یو ځايي مشر بي بي سي ته وویل، چې دوی فکر کوي، د ښځو رایې اچوونه د اسلام او ځايي دود دستور خلاف کار دی.

د بي بي سي ځايي خبریال وايي د طالبانو له لوري له ګواښ وروسته، ټاکنو کې د ځايي مېرمنو ګډون ته د شک په نظر کتل کېږي.